افغانستان

د طالبانو له ګواښ وروسته د کابل ښار ځینو سیمو کې غلاوې کمې شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «کمپنۍ» سیمې اوسېدونکي وایي، په خپله سیمه کې له وسله والو غلو او غلاوو تر پوزې راغلي وو؛ خو له هغې ورځې وروسته چې طالبانو غلو ته د سزاء ورکولو ګواښ کړی، غلاوې ورسره کمې شوې.

د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې تر دې وړاندې يې په سیمه کې غلاوې کېدې؛ خو څه وخت وړاندې طالبانو غلو ته د سزاء ورکولو او «لاسونو او پښو غوڅولو» ګواښ وکړ، چې له امله یې غلاوې کمې شوې او د سیمې خلګ د امنیت احساس کوي.

د سیمې یو تن اوسېدونکی چې قصابي کوي وایي، هره ورځ  سلګونه زره افغانۍ په جیبونو کې ګرځوي؛ خو د ډار حس یې نه دی کړی « له قلعه حیدر خان تر کمپنۍ سیمه چې طالبان پکې شته، په نامه غلا نشته؛ ځکه د طالبانو قانون قانون دی، دولت خو قانون نه لري، چې ورشې پنځه زره راکړه، لس زره راکړه…»

د سیمې د اوسیدونکو له قوله، له هغه وروسته چې طالبانو غلو ته د ګواښ پاڼې وځړولې؛ سیمه ورسره امن شوې او دکاندار او سوداګر په ډاډه زړه خپل کارونه کوي.

ورته مهال کورنیو چارو وزارت بیا د کابل ښار دننه د طالبانو د شتون خبرونه ردوي او په خبره یې په ټولو سیمو کې امنیتي ځواکونه فعال دي او طالبانو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې کابل ښار کې  د غلاوو او نا امنۍ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې او هره ورځ لسګونه ولسي وګړي د غلو ښکار ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx