نړۍ

مقتدای صدر له امریکایانو سره دایمي سوله اعلان کړه

مقتدى الصدر (نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۲) په عراق کی دشیعه مذهبه مسلمانانو مذهبي مشر مقتدای صدر له امریکایانو سره دروان کال تراخیره پوري ترڅو چي دامریکایانو اخیري فوځی له عراق څخه وزي سوله او اوربند اعلان کړ.

تیره ورځ په عراق کی دنوموړي له دفترڅخه یو خبرخپور شوی وو، په هغه کی مقتدای صدر خپلو اړونده ملیشو ته امرکړی وو، چي دامریکایانو په خلاف له عملیاتو څخه ډډه وکړي.

نوموړی زیاته کړه ددي لپاره یو یوازاد اوخپلواک عراق ولرو ترڅو چي دروان کال تراخیره پوري اخیرني امریکایی فوځي  له هیواد څخه وزي مونږدالازمه وبلله چي دیرغل ګرو قواووپه وړاندي له عملیاتو څخه لاس واخلو.

صدر زیاته کړه ترڅو پوري چی اخیرني یرغلګر عسکر له دغی خاوري څخه وزي عسکربه یی دهغوي په وړاندي له جنګ څخه ډډه وکړي، اوهمدارنګه ښاغلي وویل کچیري امریکایان له اعلان شوی مودي څخه وروسته بیا هم په دغه هیواد کی پاته کیږي، وروسته به یی وسلوال عسکرپه نوی شکل اوځواک سره دیرغلګرو قواوو په وړاندي په جنګ لاس پوری کوي.

دیوي وینا پرمهال مقتدای صدر وویل که له اعلان شوی مودي څخه وروسته امریکایان په عراق کی پاته کیږي هغه که په هرشکل سره وی، دعراق دمقاومت ډله یی یرغلګرځواکونه بولي او ورسره به دیرغلګرو په توګه چلند وشي، زمونږ وسلوال عسکربه ترهغه پوري مقاومت اوجګړي ته دوام ورکړي ترڅویرغلګرپوره له عراق څخه وتلي نه وی.

نوموړي زیاته کړه دهغه تړون له مخي چي دعراق اوواشنګټڼ ترمنځ لاسلیک شوی وو، چي په هیواد کی تر۵۰۰۰۰ زرو پوری امریکایی عسکردروان کال تراخیره پوري پاته کیږي، اودروان کال تراخیره پوري باید ټول امریکایی فوځیان له عراق څخه ووزي.

لیکن دعراق ټولی سیاسي کړیو دعراق اولس مشر ښاغلي نوري المالکی ته اختیارورکړی دي ترڅو له واشنګټن سره خبري وکړی، که چیري اړین وی باید له ټآکلي مودي څخه وروسته هم امریکایی ځواکونه په عراق کی پاته شي، خو مقتدای صدر وایی چی له اعلان شوی مودي څخه وروسته په عراق کی پاته کیدونکی امریکایی عسکرو ته دیرغلګروپه سترګه وګوري او وسلوال به یی په وړاندي په سخت مقاومت لاس پوري کړی.

بخت الرحمن بخت(نن ټکی اسا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x