افغانستانسولې اړوند خبرونه

له کرزي سره تر لیدنې وروسته عبدالله پاکستان ته د خپل سفر جزئيات له غني سره شریک کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» چې پاکستان ته په درې ورځني سفر تللی وو؛ له راتګ وروسته لومړی د پخواني حکومت مشر «حامد کرزي» لیدو ته ورغلی او تر هغه وروسته یې له «اشرف غني» سره د خپل سفر جزئیات شریک کړي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې عبدالله عبدالله پاکستان ته د خپل سفر راپور غني ته وړاندې کړ او تر څنګ یې د سولې په راتلونکو ګامونو خبرې وکړې.

عبدالله چې څو ورځې وړاندې په درې ورځني سفر اسلام اباد ته تللی وو، هلته یې پراخ هرکلی شوی و او داسې ویل کېدل چې غني د نوموړي له سفر ناخوښ وو او په غبرګون کې یې د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» ته د کابل د بلنې لیدنه ورکړې.

تازه داسې ویل کېږي، چې عبدالله به له لوړپوړو هندي چارواکو سره د لیدنې په موخه هند ته سفر کوي او هلته به دافغانستان د سولې په اړه د بحث تر څنګ د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ملاتړ جلبولو هڅه کوي.

د شنونکو په باور سیمه ییزو هیوادونو ته د عبدالله عبدالله وروستیو سفرونو ارګ اندېښمن کړی او داسې ښکاري، چې د سولې پروسې واک نور د اشرف غني او د نوموړي د ټیم له لاسونو په وتو دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x