ټکنالوژي

داسې اپلیکیشن کشف شوی چې له موبایل څخه مهم معلومات غلا کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۹ل): ځینې تخنیکي کارپوهانو په دې وروستیو کې د داسې اپلیکیشنو خبرداری ورکړی چې د اندراید سیستم لرونکي ځیرک موبایلونو ته ننوځي او یو شمېر مهم معلوماتو ته لاسرسی مومي.

د ESET شرکت په وینا کوم چې په سایبر امنیت کې تخصص لري، داسې جاسوسي کونکی اپلیکیشن کشف کړی چې کولی شي د اندراید کارونکي موبایل څخه د تلیفون ثبتې شمیرې او معلومات غلا، او همدارنګه پیغامونه ولولي.

دغه جاسوسي کونکی اپلیکیشن چې د Android/SpyC23.A په نامه پیژندل کیږي د جعلي یا ناتائید شوي اپلیکیشنو له لارې موبایلونه ته لار مومي.

د بریتانوۍ ورځپاڼې «Mirror» په وینا، دا غوښتنلیکونه د بڼې په بدلولو سره کاروونکي غولوي، تر څو په بریالۍ توګه موبایلونو ته ننوځي.

د سلواکیا په یوه شرکت کې څیړونکی لوکاس سټیوانکو وایي، کارپوهانو د جعلي اپلیکشنو داسې پلورنځي موندلي کوم چې په ناوړه برنامو خپرولو کې لاس لري.

پوهان وایي کله چې دغه برنامې تلیفونونو ته ننوځي د اندیښنې وړ شیان ترسره کوي، دوی کولی شي ستاسې له موبایل څخه عکسونه واخلي، غږیز او ویدیویي فایلونه حذف کړي او ممکن سکرین مو هم په خپل کنترول کې ونیسي.

ددې خطرونو د مخنیوي لپاره ماهرین مشوره ورکوي چې د ګوګل رسمي پلورنځي (Play store) څخه د اپلیکیشنو ښکته کول محدود کړل شي، او د یوه اپلیکیشن ښکته کولو پرمهال د هغې توضیحات په دقت وڅيړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx