افغانستان

طالب او جرمن استازو قطر کې په بین الافغاني مذاکراتو خبرې اترې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د طالبانو او افغاني جهتونو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د کړنلارې او طرزالعمل په جوړولو لاهم اختلافي موارد نه دي حل شوي، د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي په مشرۍ یو هیئت په قطر کې د طالب استازو سره کتلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، نن ماسپښین د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي  م«مارکس پورتزل» په مشرۍ یو جرمني هیئت د اروپا لپاره د طالبانو سیاسي مسئول ملا عبدالحق وثیق او ملګري هیئت سره کتلي دي.

نوموړي زیاته کړې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د بین الافغاني مذاکراتو او هېواد کې د روان وضعیت په اړه تفصیلي خبرې اترې کړي دي.

د مارکس پورتزل په مشرۍ جرمني هیئت په داسې مهال له طالب استازو سره د بین الافغاني مذاکراتو په هکله خبرې کوي، چې د ځینو سرچینو د خبر له مخې د پاکستان، ناروې او امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو په مذاکراتي پروسه کې د روان بن بست ماتولو په خاطر د منځګړیتوب وړاندیز کړی، کوم کار چې طالبان یې په افغاني چارو کې لاسوهنه ګڼي او تراوسه یې مخالفت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

ددنیادکفارود منځګروبایدپوښتنه وسی چه ایادغه حکومت چه پرخپلوعواموبمبارۍ کوی اوددنیاکومکونه پخپلو اکانټوکی په خارج کی جمع کوی موږباوروکواوپرقدرت یی پریږدوآیاموږدا-۴۰کاله قربانی ددی ملحدینودپاره ورکړی – زه یقین لرم داخارجی مرکی هم ترپرده لاندی امریکارالیږی چه مجاهدین ترتاسیرلاندی راولی ، باید بیخی مرکی ته مجاهدین نسی حاضرورته جواب ورکړی چه موږایجنډ اوړاندی کړی ده دخپل ملک په جوړولو پوهیږوناجایزه حکومت دهیچاپه خوله پرخپل ملک نه مسلطه وو.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx