افغانستان

د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې اشرف غني قطر ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو او افغاني جهتونو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د کړنلارې او طرزالعمل پر سر د بحثونو په دوام ټاکل شوې ده چې د کابل حکومت مشر اشرف غني د قطر هېواد ته سفر وکړي.

له ارګ څخه باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي، چې اشرف غني به سبا د دوشنبې په ورځ(۱۴ تلې) لومړی دکویټ هېواد د پخواني ولسمشر جابر احمد الصباح د تعزیت لپاره کویټ ته او له هغه ځایه به د قطر د امیر په رسمي بلنه دوحې ته سفر وکړي.

په ورته مهال د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي هم قطر او کویټ ته د نوموړي د سفر پخلی کړی؛ خو زیاتوي چې په دې اړه نور جزیات به سبا ته خپاره کړي.

باخبره سرچینې وايي، چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د امریکا په غوښتنه اشرف غني ددې لپاره وربللی ترڅو نوموړی د سولې پروسه کې د همکارۍ لپاره وهڅوي او د خنډونو ایجادولو څخه یې رامنع کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو او افغاني جهتونو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د کړنلارې او طرزالعمل پر جوړولو لاهم شته اختلافات نه دي حل شوي او ځینې هېوادونو په دغو مذاکراتو کې د منځګړیتوب وړاندیز کړی، کوم کار چې طالبان یې تر دامهاله بې ضرورته ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x