افغانستان

جوزجان کې ۷ دولتي عسکر طالبانو سره يو ځای شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۳۹۹ل): طالبانو سره د دولتي عسکرو د يوځای کېدو لړۍ په دوام نن يو ځل بيا ۷ تنه دولتي عسکر په جوزجان غې له طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د جوزجان ولايت په مردیان ولسوالۍ کې اووه تنه دولتي عسکر د دعوت ارشاد مسؤلينو په هلو ځلو له دوی سره يو ځای شوي دي.

مجاهد د يادو عسکرو نومونه محمدامین، محمدموسی، محمدسردار، سیدعلم، محراب الدین، محمدصابر او نور محمد ياد کړي دي او ويلي يې دي چې د طالبانو له لوري يې هرکلی شوی دی او د خونديتوب په موخه ورته ځانګړي کارتونه ورکړل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د روان کال فبرورۍ په ۲۹ مه په دوحه کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو تړون وروسته ګڼ شمير عسکر له خپلو دندو لاس په سر کيږي او د طالبانو ليکو ته ورځي او يا هم عادي ژوند غوره کوي.

طالبان هم وخت په وخت په دولتي عسکرو غږ کوي چې د دوی په وړاندې له جګړې لاس واخلي او خپل عادي ژوند ته وروګرځي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx