افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د علماوو سازمان له غړو سره په ملاقات د علماوو د تېرو دوو لسیزو شکوک ازاله شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، نوولس کاله وړاندې پر افغانستان باندې د یرغل څخه وروسته د سیاسي تبارز او د خپل مؤقف د اعلان ټول حقوق ترې واخیستل شول او په اړه یې د رسنیو له لارې ناسم پروپاګند وشو؛ خو اوس د نړیوالو اړیکو په پراخېدو سره هغه شکوک او شبهات له منځه ځي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې نړیوالو په اړه درلودل.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «اوونۍ تبصره» تر عنوان لاندې خپاره شوي مطلب کې راغلي، چې که څه هم «اسلامي امارت» له تېرو څو کلونو راهیسې له ګڼو هیوادونو سره سیاسي اړیکي لري؛ خو د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو سره دا لړۍ نوره هم تانده شوې چې نړیوالو ته د خپلې «برحقې داعیې» د رسولو په برخه کې ګټه ترې اخیستل کېدای شي.

تبصره کې وړاندې راغلي، چې څو ورځې وړاندې په دوحه کې د مسلمانو علماوو د نړیوال سازمان له رییس او غړو سره د طالبانو د مذاکراتي ټيم غړو ملاقات ډېر هغه شکوک له منځه یووړل چې په تېرو دوو لسیزو کې  هغوی درلودل «د مجلس صمیمانه او له اخلاصه ډکه فضاء د دې شاهده وه چې اسلامي امارت هیڅ داسې څه نه لري چې په اړه یې د نړۍ مسلمانان او علمي ټولنې اندیښمنې شي. یوازینۍ ستونزه دا ده چې د نړیوالو اسلامي ټولنو او اسلامي امارت ترمنځ د غلطو تبلیغاتو یو لوی دیوال ولاړ دی. که چیرې دغه دیوال د مخامخ لیدنو کتنو په واسطه له منځه لاړ شي، نو ورسره به هغه ناسم پوهاوی هم ختم شي چې دغه ټولنې یې د اسلامي امارت په اړه لري.»

د تبصرې په بنسټ، له دې فرصت څخه باید ګټه واخیستل او «اسلامي امارت» خپله داعیه او مؤقف تر نړیوالو ورسوي او له ټولو علمي بنسټونو سره مخامخ او همیشني روابط ولري.

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ مذاکرات روان دي او د نړۍ د ګڼو هیوادونو استازي او چارواکي له طالبانو سره پرلپسې ناستې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پښتون غورزنګ

ډیر ښه کار وسو چي د نړۍ د علماوو شکوک د افغانستان د دیني طلباو او علماوو په اړوند لري سول. ښه به داوي چي طالبان د دې زمینې څخه په استفاده د مصر د اخوان المسلمین په اړه موجود شکوک او شبهات لیري کولو په برخه کي هم کار وکړي څو په مصر د اخوان المسلمین په اړه د نړیوال اسلامي سازمان غړو علماوو موجود شکوک او شبهات هم رفع سي.خدای تعالی به حتماً اجرونه ورکوي.

طوطی

نړی اسلامی سازمان انتحار او ځان وژنه غیر مجاز بولی تاسی طالبان یی ولی کوی؟ تاسی او خدای هغه واړه ماشومان مو چی په ننګرهار شهیدان کړل دا کار ته هم جهاد وایی؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx