
افغانستان
تخار کې یو دیني عالم په مرموزه توګه وژل شوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي په تخار ولایت کې په مرموزه توګه د یو دیني عالم له تښتولو او وژلو څخه خبر ورکوي.
د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، مولوي عنایت الله درې ورځې وړاندې د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوی ؤ، چې له درې ورځو پلټنو وروسته یې جسد پرون د یکشنبې په ورځ د دښت کلا ولسوالۍ په «قوم ګذر» سیمه کې پیدا شوی دی.
نوموړی زیاتوي، ددې وژل شوی دیني عالم جسد دا مهال نمک آب ولسوالۍ ته لیږدول شوی؛ خو د پېښې په هکله یې نور معلومات ور نه کړل.
باید وویل شي چې څه موده وړاندې هم په تخار کې یو دیني عالم د حکومت پلوه ملیشو لخوا له تښتولو وروسته په «بې دردۍ» سره وژل شوی ؤ؛ خو حکومتي چارواکو یې تراوسه د قضیې په هکله څیړنې نه دي کړي.