افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني په دوحه کې د کابل مذاکراتي ټیم له غړو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» له کويټ وروسته دوحې ته رسېدلی او هلته یې د کابل د مذاکراتي ټیم له غړو سره لیدلي.

د اشرف غني ویاند «صدیق صدیقي» د اشرف غني او مذاکراتي ټيم د غړو تر منځ لیدنه تاییدوي او په خبره یې په دې لیدنه کې نوموړي د مرکچي پلاوي د غړو نظرونه واورېدل.

په دوحه کې د کابل د مرکچي پلاوي ویاند «نادر نادري» هم له ولسمشر غني سره لیدنه مني؛ خو په خبره یې له دوحې څخه د غني لیدنه مستقیما د سولې په مذاکراتو پورې اړه نه لري او دوه اړخیزو اړیکو د غښتلتیا په اړه د بحث په موخه کېږي.

د نادري له قوله، غني ته د قطر د لیدنې بلنلیک ډېر له وړاندې رسېدلی و، خو اوس دا چې موږ دلته په دوحه کې وو؛ سره ومو لیدل.

یاده دې وي، چې اشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د کويټ او دوحې په سفر روان شوی.

دغه سفر چې د اشرف غني تر څنګ د نوموړي مرستیال «امرالله صالح»، د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب»، د چارو ادارې رییس «فضلي» او نور چارواکي هم پکې ګډون لري، داسې مهال ترسره کېږي، چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې روانې دي او ویل کېږي، د دواړو لورو تر منځ په ځينو مسایلو ژور اختلافات رامنځته شوی.

ورته مهال ځيني سرچینې وايي، چې د امریکا دفاع وزیر «مارک ایسپر» له وړاندې قطر ته رسېدلی او ښایي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم هلته ورشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x