افغانستانسولې اړوند خبرونه

دوحې ته د اشرف غني سفر د څه لپاره؟/ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۳۹۹ل): نږدې درې اوونۍ کېږي، چې د قطر په پلازمېنه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې روانې دي.

دواړه لوري که څه هم د پرمختګونو خبر ورکوي او راتلونکي ته یې خوشبینه دي؛ خو داسې ښکاري، چې یاد مذاکرات له بن بست سره مخ دي او د دوه ویشت ورځو په تېرېدو لا هم دواړه لوري د ناستو د طرزالعمل په اړه توافق ته نه دي رسېدلي.

تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړ، چې اشرف غني د کويټ د پخواني امیر د تعزیت د مراسمو اداء کولو په موخه  کويټ ته ځي او تر هغه وروسته د قطر د امیر په رسمي بلنه قطر ته سفر کوي، چې په ترڅ کې به یې له لوړ پوړو قطري چارواکو سره لیدنې ولري.

د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ په خبرو کې د ژور اختلاف په مهال دوحې ته د اشرف غني تګ او هلته د امریکا د دفاع وزیر «مارک ایسپر» او ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» شتون داسې ګنګوسې راپارولې چې ښایي امریکا نور رسما غني ته د خپل هیواد رسمي پالیسي اوروي او له نوموړي غواړي چې د سولې د خبرو د مخنیوي په ځای د یادې پروسې د چټکتیا په برخه کې رغنده ګامونه واخلي.

کابل کې مېشت د سیاسي چارو شنونکی «فضل الرحمن اوریا» له نن ټکی اسیا سره په خبرو کې وویل، چې دوحې ته د اشرف غني د سفر په ترڅ کې به امریکایي چارواکي نوموړي ته یاده کړي چې امریکا نور له کابل حکومت سره هیڅ ډول نظامي او مالي مرستې نشي کولای او پر نوموړي به فشار راوړي چې د سولې له پروسې سره همغږي وښيي.

د اوریا په خبره، امریکا او ناټو تر راتلونکي ثور میاشت پورې له افغانستانه وزي؛ نو ځکه باید تر هغه مهاله واک نوي نظام او حکومت ته وسپارل شي چې شاید قطري چارواکي يې د میکانیزم په اړه غني ته خبره وکړي «د قطر امیر به له اشرف غني سره په داسې میکانیزم خبرې وکړي چې څنګه کېدای شي سیاسي قدرت انتقال صورت ونیسي، او هم یې په دې باندې پوه کړي چې نور په خبرو اترو کې خنډونه رامنځته نکړي.»

دغني سفر دوحه له روانو  مذاکراتو سره څومره مرسته کولای شي؟

د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه که څه هم د رسنیو په مخ  په مذاکراتو کې اختلاف طبیعي مورد نوموي؛ خو ویل کېږي، دواړه لوري خبرو ته په هغه اندازه خوشبین نه دي، څومره چې د رسنیو په مخ څرګندونه کوي.

د  سپتمبر پر ۲۶ مه د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي «خیرالله خیرخواه» نن ټکی اسیا ته وویل، چې د ناستو د طرزالعمل په زیاتره مادو باندې توافق شوی، خو دا خبره لا هم جنجالي پاتې چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې لاسلیک شوی تړون به د راتلونکو توافقاتو بنسټ وي.

نوموړي ددې تر څنګ اندېښنه څرګنده کړه چې د عادې مواردو په اړه د کابل د مذاکراتي ټيم مخالفتونه او «چنې» دا اندېښنې راپورته کوي چې ښایي هغوی نه غواړي د مسایلو په اړه توافق رامنځته شي.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی «ذاکر جلالي» وايي، دوحې ته د اشرف غني سفر د امریکا په خوښه شوی تر څو د مذاکراتو کنګلونه مات کړای شي او هلته به امریکایي چارواکي نوموړي ته ور وفهموي چې د دوحې تړون باید د مذاکراتو د راتلونکو توافقاتو بنسټ وي.

د جلالي له قوله، دا چې کابل اوس ځان د دوحې د توافقنامې طرف نه بولي «ډېره ناوخته» پرېکړه ده؛ ځکه دده په خبره، پنځه زره بندیان د همدې توافق په اساس ازاد شول او مذاکراتي ټيم هم د همدې توافقنامې په بنسټ ټاکل شوی.

د سیاسي چارو شنونکی او د سولې فعال «حسن حقیار» هم په ورته اند دی، د نوموړي په خبره، نړیواله ټولنه او امریکا به دواړه لوري تشویق کړي چې د مذاکراتو په مېز باندې انعطاف وښيي او روان بن بست مات کړي.

د حقیار په خبره، دوحې ته د غني له سفر سره به د مذاکراتو اختلافي مورد حل شي او د کابل مذاکراتي پلاوی به د دوحې تړون د پرېکړو د بنسټ په حیث ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

نجیب ګاو ته هم د لوړ پوړو شورویانو له خوا ورته ویل سوی وه چی مونږ وزو خو د غوایی زړه ته نه لویده ، تر څو چی په کریملن کی ګورباچف مخامخ ورته وویل چی مونږ وزو ته پوه سه او کار دی ، نو اوس هم د لیونی مفکر او نورو ټامیانو زړه ته نه لویږی چی دا دومره غټه امریکا څنګه وزی او میدان طالبانو ته پریږدی . دا منحوسه او بی همته خائن غلامان خپل خالق او خپل ولس نه پیژنی . لمړی د خپل ځانه او بیا د ټولو محترمو مسلمانو افغانانو دا هیله لرم… نور لوستل »

پښتون غورزنګ

دا د عاقلانو د اتحادیې انتسابي رئیس په بلینک چیک اموخته دی چي تش نازونه یې زده دي. اوس چي بل یې هیڅ بل ناز نه چسپیږي نو یې د اوربند بابولاله کوک کړې ده. خو پام! پام! چي طالبانو اوربند ورسره ونه کړئ. که نه د افغانستان د زخم څخه به هم د کشمیر او فلسطین پرهار جوړ سي. غنو، امرو او سرورو باید د درو انتخابونو څخه یو انتخاب کړي: ۱- موقت حکومت (چي دوئ او د دوئ چاپلوسان پکښي نه وي)، ۲ـ د کابل تسلیمي طالبانو ته په صلحئیز ډول، ۳- د کابل تسلیمي طالبانو ته په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x