ټولنیزه برخه

مرګ ته تیاری!

محمدنبي سلطاني

هر انسان په دې پوهېږي، چي هر څه له منځه ځي، هر څه تېرېدونکي او هر څه فناء کېدونکي دي؛ خو په دې بیا نه پوهېږي، چي کله فناء کېدونکي او له منځه تلونکي دي، دی، نور انسانان، حیوانات او نور مخلوقات به چېري مري، څه وخت به د مرگ قاصد ورته راځي او په كوم ځاى او كوم حالت كي به د روح امانت خپل مالك ته سپاري، الله جل جلاله فرمايي:
وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ. ( سورة لقمان: 34 آیت)
ژباړ: او نه پوهېږي چي په كومي مځكي كي به مري.

په لاندي آيتونو کي بیا فرمايي چي هر ژوندي ته به مرګ راځي او د مرګ خوند به څيکي، الله جل جلاله فرمايي:
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ. (آل‌عمران: ١٨٥)
ژباړه: هر نفس د مرگ د خوند څكونكى دئ
په بل ځای کي فرمايي:
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ. (الأنبياء: ٣٥)
په بل ځای کي فرمايي:
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ ﴿العنكبوت: ٥٧﴾.
ژباړه: هر نفس د مرگ (د خوند) څكونكى دئ، بيا زما لوري ته راگرځول كېږئ.

د پورتنيو آياتو څخه دا خبره څرګنده سوه، چي مرګ يو يقيني حقيقت دئ، چي هیڅوک ورڅخه خلاصون نه لري، ښايي یوه ورځ به داسي راسي، چي نه به دالمر وي او نه سپوږمۍ، نه به دا مځکه وي نه اسمان، نه به دا کور وي او نه به دفتر، نه به شتمني وي، نه به قدرت، نه به نوم وي، نه  شهرت، نه به جنګ وي نه جګړه، نه به بغض وي نه کینه، نه به کرکه وي نه محبت، نه به دوستي وي نه دښمني، نه به امید وي نه به هيله، یعني دا چي د دنیوي ژوند حساب او کتاب به مو تړل سوی وي، د خپلو بریاوو او ناکامیو د لیست سره په د لوی څښتن رحم او کرم ته اړ یو، موقف، جنس، رنګ، نژاد او … به مو هیڅ د اهمیت وړ نه وي؛ بلکي یوازي به مو نېک او غوره اعمال د اهمت او ارزښت وړ وي.

راځئ چي د هغه ورځي له پاره پوره اماده ګي ونیسو، چي تلپاتې او دایمي ده، دا ورځ لوی او کوچنی، ښکلی او بدرنګ، مغرور او عاجز او… نه ګوري؛ بلکي، دا ټول انسانیت تر خپلي ولکې لاندي راولي او هیڅ څوک د دې ورځي له منګولو څخه خلاصون نه لري؛ ځکه که څوک د مرګ له منګولو څخه وژغورل کېدای؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم او تر ده مخکي پيغمبران او وروسته صحابه کرام به ژغورل سوي وای. بې له شکه له مرګ څخه خلاصون نسته. قران کریم دغه ورځ خورا سخته انځور کړې؛ فرمايي:
يَوْمَ تُبَدَّلُ الْأَرْضُ غَيْرَ الْأَرْضِ وَالسَّمَوَاتُ وَبَرَزُوا لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ (سورت الابراهیم:، آیت، ۵۱)
ژباړه: هغه ورځ چي دا مځكه به له دې پرته په بلي مځكي بدله سي او آسمانونه هم او (ټول به) د يوازني ډېر برلاسي الله په وړاندي راڅرگند سي.

دغه ورځ چي هر څه به ئې نوي وي، هغه ورځ ده چي د انسانانو سره حساب پکښي کيږي، اعمال ئې تلل کيږي، څوک چي د جنت مستحق سي جنت ته او څوک چي د دوږخ لایق وي دوږخ ته به ځي، الله جل جلاله فرمايي:
وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ ﴿آل‌عمران: ١٨٥﴾.

ژباړه: او خبره دا ده بله نه ده، چي د قيامت په ورځ به خپل اجر په بشپړه توگه ترلاسه كوئ، نو څوك چي له اوره وژغورل سو او جنت ته ننووت، بې شكه چي بريالى سو او د دنيا دا ژوند خو له غولونكي متاع پرته بل څه نه دئ.

ایا موږ د دې ورځي له پاره چمتو یو؛ ایا موږ د دې ورځي له پاره اماده ګي نيولې؟ ایا موږ د دې ورځي له پاره لاس به کار سوي یو؟ که سوي یو ځنګه؟! غوره لمونځ مو کړی، غوره روژه مو نيولې، غوره مال مو صدقه کړی؟ د خدای د مخلوق په ښه ورغلي یو؟ له خدای سره مو پر کړو وعدو وفا کړې او…؛ که یا د غفلت په خوب بیده یو د خپلو خواهشاتو په لومه کي نښتي او د خپل نفس په اشاره روان یو. الله جل جلاله خپل نعمتونه، د اخیرت ښې او ښادۍ د متقیانو او پرهېزګارانو له پاره ځانګړي کړي او عذابونه د د نافرمانو او سرکښو له پاره، الله جل جلاله فرمايي:
يَومَ لَا يَنفَعُ مَالٞ وَلَا بَنُونَ، إِلَّا مَنأَتَى ٱللَّهَ بِقَلبٖ سَلِيمٖ،  وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ. وَبُرِّزَتِ الجَحِيمُ للغَاوِین. (الشعراء: ۸۸-91).
ژباړه: هغه ورځ چي نه مال گټه رسولى سي او نه زامن، مگر هغه چا ته چي له روغ زړه سره راسي. او جنت به متقينو ته نږدې كړاى سي، او دوزخ به لاروركو ته څرگند كړاى سي.

یعني دا چي ټول خلك به له خپلو قبرونو بيا راپورته كېږي، هغه ورځ چي نه مال گټه رسولى سي او نه زامن، نه نوم او نه نښان، نه ملګري نه اشنایان او نه نور؛ مگر هغه څوک به ګټمن وي، سرلوړی او سرفرازه به وي چي له چي له روغ زړه، غوره افكارو، سمي عقيدې، نېکو اعمالو، له شرك، خرافاتو او گنده هوسونو ئې ځان ساتلی وي.

په دغه ورځ به هر سړی د خپلو کړنو او هڅو مسؤل وي. که موږ هرڅه د خدای د اوامرو سره سم تر سره کړي وي، له کفر او شرک،  له ناوړه او ګنده اعمالو مو ځان ساتلی او هر څه مو د لوی څښتن د رضا د تر لاسه کولو له پاره تر سره کړي وي، ممکن موږ ته لوی اجر او الهي بخښنه اعلان سي؛ مګر که مو هرڅه په داسي ډول تر سره کړي وي، چي په هغه کي شرک او کفر، فسق او فساد او… نغښي وي؛ نو بیا مو د نجات کښتۍ پر غرکېدو ده، را ته په کار دي چي ژر د خدای جل جلاله لوري ته رجوع وکوو، له ګناهو به توبه وباسو، ځکه چي خدای تعالی زموږ په اړه ډیر پوه دئ. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
وَتُوبُوا الِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهْ الْمُؤْمِنيون لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ [نور:  31] ژباړه: او اې مؤمنانو! ټول د الله لوري ته رجوع او توبه وكړئ چي بريالي سئ.

یعني داچي اوس توبه وکړئ او دا مه وایاست چې ژوند اوږد دی او د توبه کولو فرصت مساوي دی. مه وایاست چې زه لا هم ځوان یم؛ ځکه چي ژوند په پېړه تېرېږي او د هغه ورځي څه څوک ځان نه سي خلاصولای؛ نو مخکي تر دې چي موږ نړۍ پریږدو او حساب را سره کيږي، غوره دا ده، چي په خپله له خپلو ځانو سره حساب وکوو، دنيوي ژوند خو د آخرت په پرتله هسي يوه غولونكې متاع ده. داسي نه چي دا متاع مو له آخرته غافل كړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x