ټولنیزه برخه

ابدي خوند

امرالله عمران

د بدني خوند پرځای روحي سکون ډیر ارام او خوند اخیستونکی وي، تاسې به هم حس کړي وي، خیر بیا هم تجربه وکړئ، وګورئ، کله چې ستاسې روح په سکون وي، ډیر ارام او د ژوند له هري لحظي د تیریدونه خوند اخیستلی شئ، آن په مصیبتون به هم خشحاله اوسئ، په دنیا کې یواځینی خوند چې نور ټول خوندونه شاته پریږدي هغه د عبادت خوند دی، د روح سکون په عبادت او د (الله تعالی په یاد) کې پټ شوی، او هم په تقدیر د الله تعالی په فیصله راضي کیدل هغه څه دي چې په ژوند کې سکون او اتمینان پیدا کوي.

په یو قدسي حدیث کې الله تعالی خپلو بندګانو ته ډاډګیرنه ورکوي،

ژباړه: ( اللهﷻفرمایي:

اې د آدم زويه!

له هيڅ قدرت او پادشاهۍ څخه مه وېرېږه، تر څو چي زما قدرت او پادشاهي موجوده وي، او زما پادشاهي هيڅکله هم نه ختميږي!

اې آدم زويه!

له خپل رزق او روزي د کمېدو څخه مه وېرېږه، تر څو چي زما خزانې موجودي وي، او زما خزانې هيڅکه هم خلاصېده نه لري!

اې آدم زويه!

ته مي د خپل عبادت لپاره پيدا کړی یې، نو عبث ژوند مه تېروه، ستا د رزق ضمانت مي کړی دی نو ځان مه ستړی کوه، زړه دي مه ستړی کوه، او مه هم پرېشانه کېږه!

ته چي خپل جسم په کار واچوې او په زړه توکل وکړې؛ ستا کار هڅه کول دي او د زړه کار دي توکل کول دي.

او زما دي په خپل عزت و جلال قسم وي؛ که ته په هغه رزق چي ما یې ضمانت کړی دی، راضي شوې؛ نو زړه او جسم ته به دي سکون درکړم!
نو هغه وخت به ته ماته محبوب شې.

او که چيري ته په هغه رزق چي ما یې ضمانت کړی دی راضي نشوې، نو زما دي زما په عزت و جلال قسم وي؛ ددنيا په رزق او چارو به دي داسي مصروفه کړم؛ لکه وحشي حيوانان چي په خورك پسي منډي وهي.

او په پای کي به هم هيڅ په لاس درنشي مګر يوازي هغه څه چي ما درته مقرر کړي دي!

اې د آدم زويه!

ما ځمکه و آسمانونه پيدا کړه، د هغوی په پيدايښت ستړی نشوم! ته فکر کوې ستا لپاره د يوې ګولې ډوډۍ به ما ستړی کړي؟

اې د آدم زويه!

زما څخه د سبا رزق مه غواړه، لکه څنګه چي زه له تا د سبا عبادت نن نه غواړم!

اې د آدم زويه!

زه ستا سره مينه لرم، نو دا زما حق دی چي تاسي هم ټول زما سره محبت وکړئ! )

دا حدیث رښتیا هم ډیر ډاډ ورکونکی دی، زموږ زیاتره ناراحاتې د رزق د لږ او ډیر ده.

هر کله که د الله تعالی په را کړوو نعمتونو شکر ګزاره شو، هلته بیا ټولې نارحتیاني لمنځه ځي.

او ژوند په خپله اصلې څیره کې راښکاره کیږي.

او که چیري په بدنې خوند پسي راووتلئ، هیڅکله به یې هم ترلاسه نه کړئ، د انسان نفس هیڅکله نه مړیږي، دلته ده چې انسان په ناشکرۍ لاس پوري کوي، او دا ناشکري د انسان د ژوند خوند لمنځه وړي.

انساني نفس هیڅکله هم نه راضي کیږي، څومره یې چې خواهیش پوره کړي، نور غواړي او نور غواړي…، مګر په دونیا کې یواځې یوشي چې انسانې نفس مړولی شي هغه مرګ دی.

نو پس راځئ ابدي خوند پسي وګرځوو دنیا ډیره لنډه ده، هغه خوند ولټوو چې سکون او اتمنان ورکونکی وي، هغه خوند چې هیڅکله هم لمنځه تلونکی نه دی.

هغه په دونیا کې د الله تعالی د رضا ترلاسه کولو په لاره کې د عبادت خوند دی چې په اخیرت کې د پراخه جنتونو زیره له ځان سره لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx