
کاش د اشغالګرو وروستی عقل ړومبی وای
قاري حبیب
د میزان پنځلسمه په افغانستان د امریکایي یرغل ورځ ده. له نن څخه ۱۹ کاله پخوا امریکایي چارواکو د یوه ناسنجول شوي اقدام له مخې په افغانستان یرغل وکړ.
ویل کیږي چې د نړۍ د هیوادونو پالیسۍ او ستراتيژۍ د هغو تحقیقاتي او څیړنیزو مراکزو لخوا جوړیږي چې د همدې مقصد لپاره رامنځته شوي او په ( ټهینک ټانکز) یا د فکر ذخیرو باندې شهرت لري. په دې مراکزو کې عمر خوړلي سیاستوال، تجربه کار پوځيان، متقاعد پروفیسران او نورې علمي او فکري سټې را یو ځای شوي وي او یوازینی کار یې د بیلابیلو موضوعاتو اړوند څیړنې، پلټنې او په پایله کې واکمنو ته په هره موضوع کې وړ ایډیا او ستراتیژي په لاس ورکول وي.
دا ډول مراکز په ټولو هیوادونو کې شته، اما د امریکا متحده آیالاتو ډیره زیاته بودیجه د سیاست ګذارۍ دې مراکزو ته ځانګړې کړې. د یوې احصائیې له مخې په ټوله نړۍ کې د څه باندې پنځه زره ټهینک ټانکز مراکزو څخه ۱۸۷۲ یوازې د امریکا د متحده آیالاتو دي. خو عجیبه دا وه چې ۱۹ کاله وړاندې د سبتمبر د یوولسمې حادثې د دې ټولو مراکزو کارمندان لیوني کړل او پر ځای د دې چې له هوش څخه کار واخلي، د وخت واکمن جورج ډبلیو بوش ته یې مشوره ورکړه چې د جوش اپشن وکاروي او پرته له فکره د جګړې اوربل کړي.
جورج بوش پرته له پوښتنې او پلټنې د سبتمبر د پیښې مسؤلیت په اسامه بن لادن او افغانستان واچاوه او د یرغل لپاره یې جنګي کښتۍد عرب سمندرګي پر خوا را روانې کړې. د افغانستان اسلامي امارت هغه وخت هم د امریکا واکمنو ته همدا خبره کوله، کومه چې ورته نن کوي. هغه دا چې امریکا دې په خپل قوت او زور نه نازیږي. له مسائلو سره دې منطقي چلند وکړي. دا موضوعات په جګړو او یرغل نه حل کیږي. بلکې امریکایان دې له موږ سره خبرو ته کیني تر څو د مخامخ مفاهمې او منطق له لارې لانجه حل پیدا کړي.
خو جورج بوش او د وخت امریکایي واکمن دومره په توده وینه کې و چې د عقل او منطق خبره یې ګرسره اوریدله نه. که د هغه وخت خبري ارشیفونه وګورو. نو معلومیږي چې امریکايي واکمنو یوازې او یوازې د جنګ په اړه فکر کاوه. په ( بوش اټ وار ) کتاب کې ثبت شوی جریان څرګندوي چې د سبتمبر له یوولسمې نیولې بیا د اکتوبر تر اوومې ( په افغانستان د یرغل تر ورځې ) دسپینې ماڼۍ، پینټاګون او سي آی اې چارواکي یوازې په جګړه ایزو سلا مشورو او د انتقام اخیستلو په اقداماتو بوخت وو او بل هیڅ بدیل اقدام یې په رسمیت نه پيژاند. په کتاب کې د پيښې د څلورمې ورځې د جریان په اړه راغلي ( شنبه د سبتمبر په پنځلسمه په کمپ ډیويد کې ټوله ورځ د جنګ په ستراتيژۍ خبرې روانې وې)
بالاخره د میزان په پنځلسمه نیټه امریکایانو په افغانستان هجوم راوړ، بوش یرغل وکړ، زموږ په مظلوم ملت یې یو بل ناورین تحمیل کړ. خپل ټول زور یې وکاراوه. د واکمنۍ په دوهمه دوره کې یې پوځیان اضافه کړل، خو هره ورځ د امریکایانو ځاني او مالي تلفات زیاتیدل او په جګړه کې د بریا څرک په دوربین کې هم نه ښکارېده. ورپسې اوباما راغی. نوې ستراتيژي یې اعلان کړ، زور یې وکاراوه، خو نتیجه بیا هم صفر وه.
ورپسې ټرمپ راغی. په ډیر غرور یې د افغانستان لپاره نوي ستراتيژي جوړه کړه. خو ډیر ژر دې نتیجې ته ورسید چې که سل کاله هم همدا نسخه وکاروي پایله به یې کټ مټ همدا وي. د امریکا زیاتیدونکي ځاني او مالي زیانونه او ورسره د امریکا نړیوال حیثیت له خاورو سره خاورې کېدل.
۱۹ کاله بعد ایله د امریکایانو عقل ځای ته ورغی او په دې پوه شول. چې پخوانی پریکړه یې بې ځایه وه. تر دې چې بالاخره امریکایان د اسلامي امارت سره د خبرو او تفاهم هغه میز ته راغلل چې دوه لسیزې پخوا یې بلنه ورکړل شوې وه. د خبرو او تفاهم په لړ کې امریکایانو ومنله چې په افغانستان یرغل یې بې لزومه و او دوی تیار دي چې خپل عسکر له دې هیواده وباسي. نن سبا درګرده امریکایي اډې تخلیه کیږي او د میزان د پځلسمې د ۱۹ مې کلیزې نه څو ورځې وړاندې دامریکا ولسمشر وویل چې ډیر ژر به زرګونه نور عسکر له افغانستان څخه ستانه کړي.
له دې څخه معلومیږي چې امریکایي واکمن ډیر ناوخته په دې توانیدلي چې د افغانستان په اړه له عقله کار واخلي. د باب ووډ وارډ په نوم یو مشهور امریکایي لیکوال چې د ( بوش په جنګ کې) په نوم کتاب یې هم لیکلی اوس یې یو نوی کتاب بازار ته راوځي. نوموړي په دې کتاب کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خولې لیکلي چې جورج بوش یو احمق او بې شعوره انسان و او دا رښتیا دي.
هوکې، د سپیني ماڼۍ اوسني واکمن بوش ته ځکه احمق وایي چې ۱۹ کاله پخوا یې په افغانستان د یرغل پریکړه واقعا احمقانه او بې ګټې وه. دې جګړې د افغانستان او امریکا خلکو ته له تباهۍ او تلفاتو پرته بل هیڅ هم نه دي راوړي. نو ځکه خو امریکایي واکمن د حال په ژبه وایي چې ( کاشکې وروستۍ عقل ړومبی وای)