افغانستان

طالبانو په شمال کې د خپلو ملګرو د «تسلیمۍ» حکومتي ادعا بې اساسه وبلله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۹ل): طالبانو د هېواد په شمال کې کابل حکومت ته د یو شمېر طالبانو ته د «تسلیمۍ» حکومتي ادعا بې اساسه او له حقیقت څخه لرې بللې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته سره د تیلیفوني اړیکې له لارې ددې حکومتي ادعا د ردولو ترڅنګ ویلي، چې د کابل حکومت چارواکي ځینې وخت خپل اربکیان او ناقانونه وسله وال بې وسلې کوي او یاهم د جعلي صحنو په جوړولو سره غواړي «تبلیغاتي» جګړه پرمخ بوزي.

مجاهد وايي: «زه دا په موضوع په کلکه ردوم، هلته زمونږ هېڅوک چاته نه دي تسلیم شوي، البته د کابل ادارې وخت په وخت کله ناکله خپل  اربکي خلع سلاح کوي، یا د هغوی غیر مسئولو وسله والو نه سلاح ټولوي، بیا په هغوی باندې د مجاهدینو نوم ږدي، د پروپاګند او امتیازاتو اخیستلو لپاره او کله کله داسې جعلي صحنې هم جوړوي، چې مونږ یې ردوو.»

د کابل حکومت دفاع وزارت نن د سه شنبې په ورځ ادعا کړې چې په بلخ او سرپل ولایتونو کې شاوخوا ۲۵۰ طالبان حکومت ته تسلیم شوي دي؛ کومه ادعا چې د طالبانو لخوا رد او بې اساسه وبلل شوه.

باید وویل شي چې د کابل حکومت چارواکو په دې وروستیو کې د بین الافغاني مذاکراتو سره همهاله اعلان کړی چې د اربکیانو او پاڅونوالو په نوم د سیمه ییزو ملیشو تشکیلات ختموي، ځینې اربکیان به د پولیسو او عسکرو په لیکو کې مدغم کړي او ځینې نورو ته به د یوې میاشتې تنخواه په ورکولو سره هغوی په خپلو کورونو کینوي.

په قطر کې له بین الافغاني مذاکراتو څخه باخبره سرچینې وايي، چې طالبانو د اوربند په بدل کې د کابل حکومت باندې یو شرط  داهم ایښی چې تراوربند وړاندې د اعتماد فضاء رامنځ ته کولو په خاطر باید د اربکیانو ملیشې هم منحل کړي؛ خو د حکومت وروستي اقدامات ښيي چې هغوی غواړي د طالبانو غوښتنې ګام په ګام ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x