
زابل کې د نښتې پرمهال ۷ پولیس وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال ۷ تنو بولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، طالبانو تیره شپه د شهرصفا ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د «مانده» سیمې په پوستې برید کړی، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، په دغه نښته کې د پولیسو پوستې سقوط ترڅنګ ۷ تنو پولیسو ژوند بایللی او د پوستې ټول وسایل او مهمات د طالبانو لاسونو ته ورغلي دي.