نظــر

د اووم د اکتوبر د درب او خرپ خاطره!!

لیکنه: مفتي احسان الله

دغه ورځ (د اکتوبر اومه) وه ښه مي یادیږي، موږ د مزار شریف د ولایت په مرکز کې و، چې ماخستن یو دم خرپ سو، وروسته مو ورته پام سو، چې پر هوايي میدان او پر رادار باندي امریکايي طیارو سخت بمبار وکړ.

هر درز يې داسي محسوسېدی لکه د سړي په سرکي چې به وی، او هلته مو په سترګو ورته کتل چې د اور سوکي به الوتل.

یوه بله ورځ د مزار شریف په میلمستون کې ویده وو، چې یو ناڅاپه همداسي خرپ او درب سره یو ځای سو، میلمستون د ولایت مقام ته ډیر نیږدې دی، د بمبار د شدت له امله زموږ دا خیال و، چې پر ولایت باندي بمبار وسو.
او په ولایت کې ملګرو بیا ویل: چې موږ بیا دا ویل: چې پر میلسمتون باندي حمله وسوه.

له دې وروسته به هره ورځ بمبارونه ول، شپې ته به مو ورا خطا و، تر دې پوري چې د مجاهدینو پر خطو باندي بمبارونه پیل سول، د مزار خطونه د مارمل له خوا هم ول، د مارمل له خوا د عطا ملېشو پیاده جنګ کاو، یو ورځ بیخي را نیږدې سول، زموږ خیال دا و، چې ممکن مزار سقوط وکړي، په ماذیګر کې موږ له معاوین صیب سره ورغلو، چې د خطو حال واخلو، هلته په خط کې ملا دادو الله مرحوم هم موجود و.

د ماښام وخت و، ملا دادو الله مرحوم معاون صیب ته وویل: چې هغه د جنګ غره پر سر باندي اور وینې؟ ده ورته کړه، چې هو، نو ملا دادو الله ورته ویل: چې تر سهاره که دا خلک په دغه غره کې پاتي شول، بس نو مزار سقوط دی، او که په شپه کې ولاړل، بیا نو خیر ده.

سهار چې مو کتل دښمن د غره له څوکو تېښته کړې وه.

بله ورځ مو له تخار څخه د کومک لپاره تقریبا درېسوه نفره مجهز مجاهدین راغلل، ټوله شپه ورسره مصروف و، چې د موټرو تیل د اسلحو مرمۍ او د مخابرو مسالې مو ورته برابره ولې، په نیمه شپه مو د مزار له ښار څخه د وتلو فلان جوړ کړ، ولاړو د تیلو پر پمپ مو موټرو ته تیل واچول.

یو څه وخت وروسته دغو امریکايي اشغالګرو د خپلو غلامانو په لاس معلومات تر لاسه کړي ول، چې خطو ته د طالبانو لښکري رواني دي.

تقریبا پر یوه بجه يې د مجاهدینو کتار تر سخت بمبار لاندي ونیوي، ډیر مجاهدین شهدان سول، جسدونه يې په اور سوځول شوي ول، په دا بله ورځ مو چې جسدونه راوړل د مزار شریف په ټول ښار کې د کباب بوی تلی!

2020-10-07

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x