نړۍ

کوټه: دتیزابو دبرید له کبله څلورښځینه استاذاني وسوځل شوی

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۰) کوټه: په کوټه کی یونامالوم کس پر ښځینه استاذانوباندی دتیزابو برید وکړچی له کبله یی دڅلورو استاذانو مخونه وسوځول شول، له سیمي څخه پولیسو خبرورکړی دی چي ښځینه استاذاني دکورونو پرلور په ویګن موټرکي سوري یی چي یوه نامالوم موټرسایکل سواره ورباندی دتیزابوبرید وکړ، اودڅلوراستاذانو مخونه یی وسوځول.
سوځول شوي استاذانی اول کی دکوټي ښارپه مرکزکی زاړه سیول روغتون ته یوړل شوی چی وروسته بیا بولان میډیکل کالج ته دتداوي لپاره رسول  شوی دي.
له بولان میډیکل کالج څخه ډاکټرجعفررسنیو ته ویلي چي داستاذانو مخونه ډیرسخت سوځول شوی دي.
پولیسو دپیښي په اړه پلتني پیل کړی دی خوتراوسه یی دپیښي په تړاو څوک ندي نیولی.
بخت الرحمن بخت   ،،،، نن تکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x