افغانستان

کابل ښاریانو یو پولیس د غلا پرمهال نیولی او سخت ډبولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار دولسمې ناحیې اړوند خلکو یو مسلح پولیس د غلا پرمهال لاس په لاس نیولی او له ډبولو وروسته یې نورو پولیسو ته سپارلی دی.

د سیمې خلک وايي، پرون ماښام د دولسمې امنیتي حوزې اړوند نواباد سیمه کې د نورولي په نوم یو پولیس عسکر د یو ځوان موبایل او پیسې د توپنچګې په زور وتروړلې، چې د خلکو لخوا لاس په لاس ونیول شو؛ خو د غله پولیس بل ملګری له خلکو په تېښته بریالی شوی دی.

د سیمې خلکو نیول شوی پولیس له وهلو ډبولو وروسته د دولسمې حوزې پولیسو ته سپارلی؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې پولیس به دغه غل پولیس تر څومره مودې په بند کې وساتي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فرامرز تمنا هم تاییدوي چې په دولسمه امنیتي حوزه کې یو پولیس د خلکو لخوا د غلا پرمهال نیول شوی؛ خو بیا هم ادعا کوي چې پولیس د ټولنې خدمتګار دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شوو معلوماتو له مخې د غلا پرمهال نیول شوی پولیس نورولي د سرورخان زوی د پکتیا ولایت اوسېدونکی، د میدان وردګو ولایت د پولیسو د جلب او جذب د قومندانۍ مربوط دی، چې دا مهال د کابل ښار حربي پوهنتون تخنیکي فامیلیو کې اوسیږي او د غلا پرمهال یې هم ځان پولیس معرفي کړی ؤ.

په ورته مهال شمشاد نیوز نن د چهارشنبې په ورځ(۱۶ تله) یوه داسې ویډیو خپره کړه، چې په کې پولیس یو غل له یوه تن څخه د موبایل د غلا پرمهال لاس په لاس نیسي او رینجر موټر ته خیژوي؛ خو د خلکو له سترګو تر پناه کېدو او تلاشي وروسته یې بیرته خوشې کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې پولیس او عسکر د غلا پرمهال نیول کیږي، بلکې تردې وړاندې هم د پلازمینې کابل په شمول د هېواد په ګڼو ولایاتو کې طالبانو او عامو خلکو ګڼ شمېر پولیس او عسکر د غلا، اختطاف او خلکو څخه په زوره د پیسو اخیستلو پرمهال نیولي دي.

د کابل ښار په دولسمه حوزه کې خلک په داسې مهال یو برحاله پولیس عسکر د غلا پرمهال لاس په لاس نیسي، چې کابو دوه اونۍ وړاندې د کابل ښار لویدیځ پنځمې حوزې کې غلو ته د طالبانو له خبرداري وروسته هلته د غلاوو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمې اوسېدونکی نصرالله نظري وايي، دلته طالبان د شپې منظمې ګزمې کوي او خلکو ته یې خپلې شمېرې ورکړې، که چیرته غل وګوري نو په هغه نمبر طالبانو ته زنګ وهي او طالبان بیا له لسو دقیقو څخه په لږه موده کې د پېښې ځای ته ځان رسوي.

په کابل ښار کې وسله والې غلاوې، اختطافونه او هدفي وژنې وروسته له هغه زیاتې شوې، چې څه موده وړاندې د کابل حکومت د کورنیو چارو وزارت لخوا د امنیتي میثاق ترنامه لاندې په غیر مسئولو کسانو وسلې وویشلې، کوم پروګرام چې د ولسي جرګې لخوا هم غیر قانوني وبلل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx