افغانستان

د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوال په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ ولسوال سیدشریف پاچا په یوې بمي چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن له غرمې وروسته د دولت شاه ولسوالۍ په «انداکوري» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د ولسوال د سپرلۍ پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه.

نوموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې ولسوال سیدشریف پاچا له خپلو ۲ ساتونکو سره یوځای وژل شوی او د سپرلۍ موټر یې هم زیانمن شوی دی.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې په سیدشریف پاچا یې هغه مهال کړی، کله چې نوموړي غوښتل د لویې قوې په ملتیا د طالبانو په سیمو بریدونه ترسره کړي.

طالبانو په دغه برید کې د ولسوال په ګډون د ۶ دولتي عسکرو د وژلو او یو ټانګ ویجاړولو ترڅنګ په وسلو او مهماتو بار یو عراده ټانګ د نیولو خبر هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د لغمان د ولایتي شورا مشر عتیق الله عبدالرحیمزی هم د یوې بمي چاودنې پایله کې له خپلو ۳ ساتونکو سره ټپي شوی ؤ او تر هغه یوه ورځ مخکې بیا د لغمان په مرکز مهترلام کې د والي اسدالله یارمل پر موټریز کاروان شکمنه چاودنه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې وه.

که څه هم د لغمان پر والي رحمت الله یارمل د شکمنې چاودنې دوه ورځې تیرې شوي؛ خو تردې دمه دولتي چارواکو ددې چاودنې پټ اړخونه رسنیز کړي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx