نظــر

حنفي فقه د مرجع په حيث 

ميرويس الفت او عبد الباقي خوګياڼي

افغانستان يو اسلامي هيواد دي چي د حنفي مذهب پيروان يي مطلق اکثريت دي. نور دري سني مذاهب (مالکي، شافعي او حنبلي) په کښي بيخي نشته. سلفيت چي په تاريخي لحاظ د حنبلي سني مذهب له ستري سټي يو راوتلي نغوړګي دي د هيواد په شرق کښي لږ او ډير تيت اوپرک پيروان لري. د شيعه ګانو له جملي څخه چي د نړۍ په مختلفو اسلامي هيوادونو کښي اوسيږي او د عقيدي په لحاظ په خپلو کښي په ډلو ډلو چي تعداد يي ډير زيات دي ويشل شوي دي په دي هيواد کښي يواځي اماميه شيعه ګان حضور لري. دا هم بايد ذهن ته وسپارو چي د اماميه شيعه ګانود مختلفو مذهبي ګروپونو له جملي څخه صرف دوه ډلي جعفريه (اثني عشرية)او اسماعيليه(سبعية) چي بالترتيب دولس او اوه امامان مني دلته په افغانستان کښي کتلوي حضور لري. هندوييزم او سيکيزم چي هندي اديان دي هم په ځينو ښارونو کښي يو محدود تعداد عقيدتمندان لري چي په فيصدۍ کښي نه راځي.

د مذهبونو قومي نقشه هم چندان واضحه نه ده. هزاره ګان چي مطلق اکثريت يي جعفريه دولس امامه شيعه ګان ( اثني عشرية ) دي سني پيروان هم په بادغيس، لغمان او پروان کښي لري. ټول پښتانه حنفيان دي خو يواځي د ډيورنډ لاين څخه پوري غاړه د توريو او بنګښو قبايل شيعه مذهبي دي. اسماعيليان يا اوه امامه شيعه مذهبي (سبعية)په کابل، بغلان او تخار کښي نفوذ لري چي تقريبا ټول يي دري ژبي دي.

لوستونکي بايد دا هم په پام کښي ونيسي چي د جعفريه، اماميه او شيعه دري واړه متداول اسمونه په افغانستان کښي يوه مسمي لري يعني دري واړه کلمي د شيعه د څو درجنه بيلو بيلو مذهبي ګروپونو له جملي څخه يواځي او يواځي په جعفريه فرقه باندي اطلاق کيږي. اسماعيليانو خپل هويت د ژور مذهبي اختلاف له وجهي چي له اثني عشريوو سره يي لري مستقل ساتلي دي او ځان ته اسماعيليان وايي.

د شيعة معني او مفهوم:
المنجد د شيعه کلمه د فرقي يعني ډلي په معني اخلي. ماده يعني ثلاثي مجرد يي د شاع يشيع شياعا له بابه چي اجوف يايي دي او د ضرب يضرب له ګردانه دي ده. معني يي تبعه ورافقه ده چي په چا پسي د تللو او د چا سره د ملګرتيا کولو معني ورکوي. کله چي واورو چي شيعة فلان معني يي ده د پلانکي ملاتړي او مرستندويان. کله چي حضرت عثمان (رض) شهيد شو د مسلمانانو تر منځ اختلاف را منځ ته شو او په دوه ډلو شيعة علي او شيعة معاويه وويشل شوه. د زماني په تيريدو سره د شيعه د کلمي معني د حضرت علي(کرم الله وجهه)، او د هغه مبارک د زامنو او لمسيو په طرفدارانو او انصارو پوري محدوده شوه. او تر ننه په همدي مفهوم کاريږي.

ځيني خلک تشيع خالصه ديني عقيده بولي بعضي نوريي بيا يو سياسي فکر او داسي هم شته چي خالص عاطفي وجدان يي بولي. هغوي چي تشيع يوه ديني عقيده بولي په بعضو احاديثو اتکا کوي. د بيلګي په ډول: (من کنت مولاه فعلي مولاه)، (اللهم وال من والاه، و عاد من عاداه) (انا مدينة العلم و علي بابها)(علي مني بمنزلة هارون من موسي غير انه لا نبي بعدي)او(لا يحبک الا مومن و لا يبغضک الا منافق) او داسي نور. تشيع يو سياسي فکر بلل لږ تر لږه په ابتدا کښي بيخي رښتيا دي ځکه اختلاف د قدرت پر سر وه نه د عقيدي پر سر. يعني د حضرت علي(کرم الله وجهه) طرفدارانو د خلافت د مقام له پاره دا مبارک د حضرت معاويه (رض) په نسبت ډير مستحق باله. هغوي چي تشيع ته يواځي او يواځي عاطفي نظر کوي د ډيري سختي ملامتۍ احساس کوي چي ولي يي د سخت ضرورت په وخت کښي امام حسين (رض) په سپين ميدان پريښود او د هغه مرسته يي ونه شوه کولاي.

له پورته ذکر شوو او ځينو نورو ورته احاديثو څخه شيعه ګان لانديني استنباط کوي چي د دوي د عقيدي بنياد او اساس جوړوي:
ذکر شوي احاديث  حضرت علي(کرم الله وجهه) ته د امارت د وصيت په معني دي. او څرنګه چي حضرت محمد (ص) حضرت علي (کرم الله وجهه) ته وصيت کړي دي هغه بيا خپل مشر زوي امام حسن ته او هغه بيا امام حسين ته او همداسي نور. د ياد ساتلو ده چي ووايو چي د وصيت اصل د امامانو په تسلسل کښي هميشه نه دي مراعات شوي. لذا د شيعه ګانو په باور اسلامي عقيده د حضرت َعلي (کرم الله وجهه) د امارت حکم کوي نو په دي اساس دوي د حضرت ابو بکر صديق، د حضرت عمر او حضرت عثمان (رضي الله عنهم اجمعين) دري واړه خلافتونه باطل بولي. شيعة غلاة بيا د دوي د تکفير تر سرحده غلو کوي.
خلاصه دا چي شيعه ګان د امامت مساله د دين له ارکانو (التوحيد، العدل ، النبوة، الامامة او المعاد) څخه يو رکن بولي په داسي حال کښي چي سنيان معتقد دي چي د دين ارکان (کلمه طيبه، لمونځ، روژه، زکات او حج) دي. البته دا بايد واضح وويل شي چي د سنيانو څلور بناوي چي د شيعه ګانو په پنځه بناوو کښي نه تر سترګو کيږي د هغوي څخه د انکار په معني نه دي. د توجه وړ خبره داده چي په سني عقيده کښي امامت په دي مفهوم بيخي نشته. د امامت منصب د نبوت په څير الهي منصب دي. صرف امام ته وحي نه کيږي. امام معصوم دي او په منصب کښي يي ډيره ِغلو کيږي. د اسلام بلا مذهب مولف الدکتور مصطفي الشکعة په حواله امام خميني په الحکومة الاسلامية کښي ليکي:( وان من ضروريات مذهبنا ان لايمتنا مقاما لا يبلغه ملک مقرب،ولا نبي مرسل) زمونږ د مذهب له ضرورياتو څخه دي چي زمونږ امامان داسي مقام ولري چي نه ورته مقربي ملايکي ورسي او نه ورته را ليږلي رسول).

اسماعيليان:
اسماعيل د امام جعفر الصادق مشر زوي دي. دي د شيعه عنعني مطابق د پلار تر مرګ وروسته د امامت مستحق ګڼل کيده خو پلار يي د ده پر ځاي خپل بل زوي موسي ته بي له دي چي ځان د امامت د انتقال په اصولو مکلف و بولي( البته د توجيه دلايل يي مورخينو ذکر کړي دي) د امامت وصيت وکړ. دي وصيت په اماميه تسلسل کښي قطع او په نتيجه کښي  انشعاب را منځ ته کړ. ځينو د اسماعيل او ځينو بيا د موسي له امامت سره د وفادارۍ اعلان وکړ. د اسماعيليه او اثني عشريه  مذاهبو تر منځ لاري له همدي ورځي جلا شوي.

اسماعيليان په خپل وارد المستنصر له وفات څخه وروسته په ۱۰۹۴ ميلادي کښي په دوه سترو ډلو نزاريه او مستعليه باندي ويشل کيږي. د نزاريه ډلي مشر حسن الصباح چي د داعي الدعاة عبدالملک بن عطاش له خوا مصر ته ليږل شوي وه له مصر څخه په يوه کښتۍ کښي المغرب ته وشړل شو خو کښتۍ د څه وجوهاتو له کبله شام ته لاړه او دي هم په شام کښي کښته شو. په شام، عراق او فارس کښي په مختلفو ښارونو وګرځيد د سلجوقي دولت چي يو سني دولت وه د را پرځولو ډير کوښښونه يي وکړه او نزاريه اسماعيلي مذهب ته يي د تبليغ له لاري خلک راوبلل. بالاخره د ډيرو حيلو وروسته وتوانيد چي د سلجوقي وزير نظام الملک له جدي تعقيبه وتښتي او څه موده وروسته د الموت قلعه چي ترجمه يي د باز ځاله ده او د البرز په غرونو کښي چي د تهران په شمال کښي پراته دي واقع ده په څه حيله ننوزي. دي چي د حساب او هندسي ماهر هم وه وتوانيد چي په همدي قلعه کښي د اسماعيلي دولت اساس په فارس کښي کښيږدي. اسماعيليان په نورو نومونو هم ياديږي لکه باطنية، تعليمية او حشيشية. د تسميي وجوهات يي جالب دي خو مونږ له اصلي موضوع نورهم ليري کوي. دا ذکر هم ضروري بولو چي ووايو چي د مستعلية او نزارية اسماعيلي مذهبونو تر منځ هيڅ ارتباط موجود نه وه بلکه دواړو يو بل خپل دښمن باله. حسن بن الصباح په ابتدايي اسماعيلي عقيده کښي تغيرات هم را منځ ته کړه او خپل دعوت ته يي د دعوت جديد نوم ورکړ.

په ۱۲۵۶ ميلادي کال کښي اسماعيلي دولت د هلاکو په لاس د الموت د قلعي د سقوط سره يو ځاي سقوط وکړ. د اسماعيلي دولت له سقوط څخه وروسته اسماعيليان خواره واره شوه او اکثره يي هند ته وکوچيدل. اګر چي ځينو يي په هند کښي خپل مذهب ته د خلکو رابللو ته دوام ورکړ خو اکثرو يي هندي تقاليد خپل کړل او ورو ورو په هندي ټولنه کښي ذوب شول.

اغا خانيان:
د الموت د قلعه له سقوط څخه لږ او ډير شپږسوه کاله وروسته يو اسماعيلي ډاکو چي حسن علي شاه نوميده او خپل مذهبي هويت له خلکو پټاوه په ايران کښي را ښکاره شو. غلاوي کولي، ډاکي غورځولي او قافلي يي چور کولي چي په نتيجه کښي يي د ايران امنيت ته لوي تهديد رامنځ ته کړ. انګريزانو هم د خپلو ګټو له پاره دي د ايران د حکومت په ضد قيام ته وهڅاوه خو ناکام شو، افغانستان ته راوتښتيد او له دي ځايه هند ته لاړ او بالاخره په مومباي کښي ميشت شو. انګريزانو د اسماعيليه  مذهبي ډلي د امام په حيث رسماً و پيژاند او د اغا خان لقب يي ورکړ. او تر ۱۸۸۱ميلادي کال پوري يعني تر خپل مرګه د دي فرقي د امام په حيث پاتي شو. تر مرګ وروسته يي زوي اغا علي شاه د دويم اغا خان په نامه د امامت مقام خپل کړ.
دريم اغا خان محمد الحسيني شاه په خپلو دوو زامنو کښي علي سليمان خان (د ايټالوۍ موره) او صدرالدين خان (له فرانسوۍ موره) يوه ته هم د امامت وصيت ونه کړ. بلکه د علي سليمان زوي کريم اغا خان يي خپل ځاي ناستي وټاکه چي تر ننه د دي ډلي امام حسابيږي.

د اسماعيليانو په مذهبي عقايدو کښي د وخت په تيريدو سره مهم او ډير جذري تغيرات منځ ته راغلي دي. سره له دي چي ددي ليکني هدف په عقايدو بحث نه دي خو دومره ليکل له فايدي خالي نه بولو چي دا تغيرات په دري مر حلو کښي ډير ښکاره او بوږنونکي دي.

• د حسن بن الصباح په دور کښي. د بيلګي په ډول يو مهم تغير دا دي چي د خداي تعالي معرفت په عقل او نظر ممکن نه بلکه د امام په تعليم ممکن دي. له همدي کبله دي ډلي ته تعليميه نوم هم ورکړل شوي دي. د دي تغير وخامت د ديني ارشاداتو په رڼا کښي اظهر من الشمس دي. د دي معني دا هم کيداي شي چي هغوي چي امامت نه مني هيڅکله هم د خداي تعالي معرفت نه شي حاصلولاي.

• د الحسن بن محمد بن بزرک(صاحب القيامة) په دور کښي. د بيلګي په ډول. هغه په ۱۱۶۳ ميلادي کال کښي د الموت قلعه ته نژدي په يوه وسيع ميدان کښي خلک په داسي حال کښي چي د روژي مياشت وه افطار ته راوبلل، لمونځونه يي ور معاف کړه او شراب خوري او بي حيايي روا اعلان کړل. زوي يي چي محمد نوميده او شپږڅلويښت کاله يي حکومت وکړ تر ده لا بد تروه .

• د دريم اغا خان په دور کښي چي د الحسن په څير عقايد يي درلودل. د اغا خانيانو په عقايدو د پوهيدلو له پاره کافي ده چي هغه لوستونکي چي انټرنټ ته لاس رسي لري د عنبرين بهاوالدين په اواز کښي د علامة نصير اردو نعتيه کلام چي د کريم اغا خان د اوصافو د بيان په باره کښي نظم شوي دي د قرآني ارشاداتو په رڼا کښي واوري. دلته ليکل يي مونږ ډير ليري بيايي.البته د کلام مستهل يي په دي ‌ډول دي.

مظهر نور خدا مولي کريم
جانشين مصطفي مولي کريم

اثني عشرية:
د شيعه ګانو هغه ډله ده چي دولس امامان مني. نومونه يي په ترتيب سره په لاندي ډول دي. حضرت علي(کرم الله وجهه)، امام حسن، امام حسين، علي زين العابدين، امام محمد الباقر، امام جعفرالصادق، موسي الکاظم، علي الرضا، محمد الجواد، علي الهادي الحسن العسکري، محمد المهدي القايم بالحجة.

د عراق تقريبا نيمايي نفوس، د ايران دوه ثلثه او په افغانستان  کښي د لسو فيصدو په شا او خوا کښي خلک د دي مذهب پيروان دي. په هند پاکستان او مرکزي اسيا کښي هم څه نا څه خلک د دي مذهب پيروي کوي. امام باقر او بالخاصه د هغه زوي امام جعفر الصادق يي د فقهي مکتب موسس دي. دي يو ستر ديني عالم او د يو مدت له پاره د امام ابو حنيفه(رح) استاد هم پاتي شوي دي. امام جعفر الصادق د امام باقر زوي د علي زين العابدين لمسي او د امام حسين کړوسي دي.

تشيع او په ټولنه کښي نفوذ:
اسماعيليانو د خپلو مذهبي عقايدو د اشاعت له پاره د تاريخ په اوږدو کښي يو ډير منظم  سيستم درلود. دوي ټوله نړۍ په دولسو ټوټو(کال دولس مياشتي دي) چي هري ټوټي ته يي جزيره وايي ويشلي او د هري جزيري په رأس کښي يو تن د داعي په نوم او د دي دولس داعيانو په رأس کښي يو تن د داعي الدعاة په نوم مسوول شخص قرار درلود. د جزيري د داعي ترمشرۍ لاندي بيا ۳۰ نقيب داعيانو له ده سره د جزيري په امورو کښي مرسته کوله. (مياشت ديرش ورځي ده). دي ديرش کسانو د ده د مشاورينو او وزيرانو حيثيت درلود. او د هر نقيب داعي تر قيادت لاندي بيا ۲۴ نورو داعيانو د مکاسر او مطالب په نوم کار کاوه ( شپه او ورځ ۲۴ ساعته ده). دي وروستي داعيانو د جلب او جذب مسوليت په غاړه درلود. د جذب طريقه دا وه چي لمړي د شخص په عقيدتي نظام کښي د سوالونو د مطرح کولو له لاري شکوک ايجاد کړي او وروسته د اسماعيلي مذهب په رڼا کښي مطرح شوو سوالونو ته جوابونه پيدا او وړاندي شي. د ميتود د موفقيت په صورت کښي کانديد نورو مذهبي مسولينو ته د اضافه ګي آمادګۍ او يا د مستقيم تسجيل له پاره د يوه نوي جذب شوي اسماعيلي په حيث معرفي شي. په دولس جزيرو کښي مهمي جزيري د بلاد الشام، مصر، بلاد المغرب، بلاد العراق او فارس جزاير وه.

د اثني عشريو د نشراو اشاعت ميتود د تاريخ له نظره بيا بيخي بدل دي او هغه په قدرت پوري نښتل او د خلکو مجبورول دي. د شپاړسمي پيړۍ په شروع (۱۵۰۲ميلادي ) کښي اسماعيل صفوي په ايران کښي د يوه نوي دولت اساس کښيښود چي پايتخت يي تبريز وټاکل شو. ده اثني عشريه مذهب په ايران کښي رسمي کړ.امر يي وکړ چي په مساجدو کښي دي خطبه د امامان په نامه وويل شي او عبادتونه دي د اثني عشريو په طريقه انجام شي. همدا ډول ده امر وکړ چي د دي مذهب مخالفين يعني سنيان او خوارج دي د سپاهيانو په ضربو له منځه يوړل شي. دي دولت تر ۱۷۲۲کال پوري دوام وکړ. دي څه د پاسه دوه پيړيو مذهبي تعصب او مجبوروني د ايران سني رنګ بيخي واړاوه او په يوه شيعه دولت يي بدل کړ. د شاه اسماعيل صفوي لښکري يو ځل هرات ته راغلي. د هرات اشراف لا د مخه تسليم شوي وه. د هرات د جامع جومات امام زين الله هراتي د شاهي فرمان خلاف د حضرت علي (کرم الله وجهه) په مخالفينو پوري د جمعي د لمانځه په خطبه کښي څه بدرد ونه ويل. د شاه سپاهيانو چي له غصي رپيدل زين الله هراتي ځاي په ځاي او هغه هم په جومات کښي دننه په شهادت ورساوه. د صفويانو دا ډول وژنو او سختو پاليسيو په ايران  کښي په زرګونو خلک ووژل، سترګي يي ورو ايستلي او ډير نور يي وطن پريښودو ته اړ کړل چي اکثره يي هندوستان ته وکوچيدل.د علم ،پوهي،  او ادب څراغونه نورهلته مړه شول.

د امام خميني د انقلاب له موفقيت څخه وروسته ايران لګيا دي مسلسل کوښښ کوي چي د دنيا د مسلمانانو د ليډرشپ مقام خپل کړي ترڅو له دي لاري د يو لوي منطقوي قوت په حيث په بين المللي دپلوماسۍ کښي حسب دلخوا رول ولوبولي شي. همدي مقصد ته د رسيدو له پاره د خميني د اقتدار په لمړيو کلونو کښي منظمه ستراتيژي جوړه چي تر ننه په داخل او خارج کښي د ايراني سياسي کړنو چوکاټ جوړوي چي مونږ يي مظاهر په لاندي ساحو کښي ګورو. واضح ده چي په دي ستراتيژۍ کښي داماميه مذهب تقويه کولو ته مرکزي رول ورکړل شوي دي .

• د اثني عشريه مذهب حمايت او تقويت په خارج بالخاصه په همسايه هيوادونو کښي. افغانستان يي ښه نمونه ده. نن سبا د دوي د قدرت مظاهر چي زمينه يي تر ‌ډيره حده امريکايانو او د ناتو لنډغرو برابره کړه هم په دولتي ادارو او هم  د کابل په کوڅو او واټونو کښي ډير په واضح ډول تر سترګو کيږي.

• د اثني عشريه مذهب د نه يا غير موثر موجوديت په صورت کښي د نورو شيعه ګروپونو تقويه او حمايت. په سوريه کښي د
علويانو ملا تړځکه چي سياسي قدرت ور سره دي. په يمن کښي له زيديانو(دا ډله د زيد بن علي العابدين پيروان دي چي خپل ځانګړي معتقدات لري) سره مرستي ځکه چي حوثيان په دغه هيواد کښي يو مهم نظامي ځواک دي ان چي منصور عبد ربه يي د سعودي او د خليج د هيوادونو د مرستو سره سره څنډي ته کړي. د حسن نصرالله مرسته او حمايت په لبنان کښي يي بله نمونه ده. په عراق کښي د ايران پراخ نفوذ چي امريکايانو ورته زمينه سازي وکړه او اوس پري ظاهرا پښيمانه ښکاري د هيچا څخه پټ نه دي.

• د مذهبي حمايت ترخوا د کلتوري اړيکو له لاري د فارسي ژبو سره همکاري او مرستي. د کتابونو نندارتونونه او د ايراني طبع شوو کتابونو سيلاونه. د قرآن شريف نسخي د جعفري فقهي له نظره او داسي نور.

• په قم کښي د ګڼ شمير افغاني اثني عشريه ځوانانو تربيه او روزل.

• تبليغات. په افغانستان او منطقه کښي د يو زيات شمير تلويزيونونو برنامي او پروګرامونه چي اماميه عقايد مخ ته وړي.

په افغانستان او عراق کښي د غربي قواو بربنډواو ظالمانه تيريو چي هدف يي اکثره سنيان او يا سني تنظيمونه وه په منطقه کښي د قواو انډول ته د ايران په نفع چي اوس په منطقه کښي يو طاقت دي تغير ورکړ. زمونږ په نظر دلته د ډيرو کينه له امريکايانو او اروپايانو سره يواځي په دي نه ده چي دوي ډير بي ګناه خلک يي ووژل او وطن  يي کنډواله او لوټ کړ بلکه په دي هم ده چي د دي وطن مادي او معنوي شتمني يي په سپين ميدان ليلام کړي. واضح خبره ده چي دا کار هم امريکايانو د دي له پاره وکړ تر څو د افغانستان همسايه ګان خوشحاله او مطمين کړي چي په دي هيواد کښي د دوي نظامي موجوديت د همسايه ګانو د منافعو له پاره کوم خطر نه دي او دا بيا په دي موخه چي په افغانستان کښي خپل نظامي حضور ته د همسايوو له خوا د احتمالي خطراتو د متوجه کيدو مخنيوي اسانه کړي. د دي او نورو استعماري پاليسيو په نتيجه کښي افغانستان اوس په يو لاشي باغ بدل شوي دي چي هر څوک او هر همسايه چنګک وراچوي. چنګيز ښه وه ډير ښه وه رښتيا يي ويل او په ښکاره يي ويل چي ‌زمونږ هدف نيول نه بلکه ورانول دي. دوي د ابادولو په نامه و طن دومره بي ثباته او کاواکه کړ چي خپل حال ته راګرځيدل يي بيا يو بل ډول جهاد او تر دي روان جهاد ډيرمشقت او زيار ګالل غواړي.

حنفي فقهه د منازعاتو د حل يواځينۍ مرجع:
جالبه ده چي اوس د کابل حکومت دا ورانۍ او ويجاړۍ د لاس ته راوړنو په نامه د عامه اذهانو سست او پڅ مارکيټ ته وړاندي کوي. يوه د دي لاس ته راوړنو څخه د اثني عشريه ډلي بي حد او حصره ګستاخي ده چي حتي د حنفي فقهي حاکميت د قطر په مذاکراتو کښي چلنج کوي. حنفي فقهي ته د مراجعي معقوليت په مذاکراتو کښي د اختلافاتو د بروز په صورت کښي واضح دي. لاندي دلايل يي د معقوليت بي پري څرګندونه کوي:

• د افغانستان اکثريت خلک تقريبا ۹۰ فيصده حنفيان دي. په تنازعاتو کښي حنفي فقهي ته مراجعه په افغانستان کښي په يوه منل شوي او تاريخي عنعنه اوښتي چي هيڅکله هم د چا له خوا تر پوښتني لاندي نه ده راغلي. دغي ته مشروعيت وايي. هرعمل يي په ضد نا مشروع دي. په بل عبارت مشروع ته نا مشروع ويل مطلق نا مشروع دي.

• د جهاد شروع او تر اوسه شل کاله دوام يي د حنفي فقهي د هداياتو او لارښوونو په رڼا کښي ترسره شوي دي .د کړنو او موقفونو تلل اوس په جعفري ترازو څرګنده بي خردي اوغوښتنه يي د سياسي حماقت ښکاره علامه ده. دا پيشنهاد هغه و خت يو څه منطقي بلل کيدلي شو چي اثني عشريه ډلي هم د جهاد په تيرو شلو کلنو کښي موثره او د حساب وړ ونډه اخستي واي. يو چا چاته وويل چي په کار کښي خو دي هيڅ خونده نشته جواب يي ورکړپه خوراک کښي څنګه يم.

• جعفري فقهي ته مراجعه مشکل نه حل کوي بلکه مشکل زياتوي. دي فقهي ته مراجعه نه دا چي سنيانو ته د منلو وړنه ده بلکه هندوانو،سيکانو او حتي اسماعيليانو ته هم د منلو نه ده. هغوي چي د حنفي فقهي د حاکميت د نه منلو بي ادبي کوي په کوم منطق د افغانستان په مطلق اکثريت د جعفري فقهي د منلو جرأت کوي.

• جعفري فقهي ته د رجعت د مسالي مطرح کول په دي خاصو حالاتو کښي د تعلل او  او کار شکنۍ په معني دي نه د دي فقهي مذهبي ارزښت ته او يا د دي فقهي دپيروانو مذهبي عقايدو ته د درناوي او احترام په مفهوم. د فقهي څخه سياسي استفاده چي هدف يي د مذاکراتو ټکني کول دي، سخت مذموم عمل دي.

• د فقهي د احکامو پلي کول په خپل محيط کښي فقهي ته ارزښت ورکول دي نه د فقهي څخه د يوي سياسي حربي په حيث استفاده او هغه هم د تاريخ په داسي يوه حساسه مرحله کښي چي د هيواد د ۳۵ ميليونو وګړو سرنوشت تر بحث لاندي وي. د جعفري فقهي دا تش په خوله اتلان د خپلي ټولي فقهي پوهي سره سره په شلو اوږدو کلونو کښي په دي هم پوه نه شول چي د ښکاره دښمن سره ياري که هر  څومره د لغاتو او مفاهيمو پړانګان يي واړوي راواړوي د دين او وطن سره غداري ده.

• د جعفري فقهي عالي مرجع په ايران کښي ده. دي فقهي ته مراجعه په لوي لاس ايران ته رول او قاطع ورکول دي او ايران هغه هيواد دي چي د امريکايانو سره يي د طالبانو د حکومت په نسکورولو کښي د زړه له کومي همکاري کړي ده. په مذهبي امورو کښي د جعفريانو اطاعت له ايران څخه له هيچا پټ نه دي. واضح مٍثال يي په سوريه کښي د افغاني اماميه غونډونو په ليکو کښي د زرګونو افغانانو جنګول او د مرګ کندي ته ټيله کول دي. د وخت عنصر ډير مهم دي. جعفريانو دا خدمت ايراني مقاماتو ته په داسي وخت کښي تقديم کړ چي امريکايانو هرکال په زرګونه ټنه بمان په افغانستان غورځول. بعضي خبري منابع د سوريي په جګړو کښي د افغاني تلفاتو شمير تر لس زرو زيات بولي.

• د افغانستان د حکومت له خوا د تعين شوي مذاکراتي ټيم ټولي غړي شيعه ګان نه دي. که د ټيم سني غړي له دي پيشنهاد سره موافق نه وي دا پيشنهاد اعتبار نه لري. که چيري دوي موافق وي دوي بايد دستي د حنفي مذهب څخه برأت او د اثني عشريه مذهب اعتناق رسماً او په ښکاره اعلان کړي او د خپل دي عمل د عواقبو منلو ته تيار شي. دا اعلان يو اجتماعي ضرورت هم دي. په معاملاتو کښي د طرفينو د مذهبي تړاو شناخت چي د آينده احتمالي ستونزو د راولاړيدو مخنيوي کولاي شي عقلاً او منطقا اړين دي.

• په محال پوري نښتل يا سياسي غبوة دي او يا د پيشنهاد ترشا بل څوک ټپونکي ولاړ دي. که امريکايان نه وي خود ايرانيان دي. دا هغه دولت دي چي يواځي خپلي ګټي پيژني او يواځي خپلو ګټو ته په کتو پرون هم د امريکايي يرغل طرفدار او نن هم د دي يرغل د اختتام مخالفت کوي. نه پوهيږو چي دا ډول موقف د اسلامي ورورولۍ  او همسايه ګۍ څه ډول حق ادا کول دي او په کوم جعفري اصل يا قاعده يي توجيه کيداي شي.

نتيجه:
په داسي حال کښي چي د ايراني ټپوني درد دلايل ضعيف ښکاري په مذاکراتو کښي د خنډونو د رامنځ کيدو احتمال هميشه او هرچيري شته. دا احتمال د قطر په مذاکراتو کښي تر بل هر ځاي زيات دي ځکه دولت يواځي له اوربند سره دلچسپي لري او نور ټول موضوعات او بحثونه د خپل قدرت د دوام په تاوان بولي. د دوي مذاکراتي مهارت د ټکو په غورځولو او د خنډونو په رامنځ ته کولو کښي دي. د پنځه زره بنديانو د خوشي کيدو معامله يي ښه مثال دي. امريکايان به هم  لږ او ډير مخه د دي له پاره ورکوي چي خپله بي طرفه او دوي لږ مستقل ښکاره شي. مونږ ته  خو داسي ښکاري چي مونږ ټول اوس د دي قربانيان يو چي نړۍ به کله دي ليوانو ته پسونه او دي نوکرانو ته باداران وايي.

و من الله التوفيق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

خواندن این مطلب بجز ضیاع وقت دیگر کدام فایده ندارد شیعه را که اصلش و بیانگذارش عبد الله ابن سبا است به حضرت علی رضی الله عنه پیوند میدهد واقیعت ها را تحریف نموده موضوع را را بسیار طولانی و راست و دروغ در کاسه انداخته سلاته اش را جور کرده .

غ.حضرت

ورورجانه ! زموږ د ګران هیواد د خوږمن وولس کړکیچ او ستونزه د استبراء او استنجاء او اودس د څرنګوالی د پوهی مسئله نه ده چی حنفی یا جعفری یا کومی بلی فقه ته مراجعه وسی بلکه زموږ د وولس ستونزه یوه ملی ژوره ستونزه ده چی د انسانی او اسلامی او افغانی شفقت او خواخوږی تر سیوری لاندی باید حل سی. بناً طالب جان باید نه ځان تېر باسی او نه بل، آیا د طالب پلاس د بې شمیره بې ګناه افغانانو وژل د حنفی فقه پر بنسټ تر سوه سوی دی؟ هیڅ دین او هیڅ مذهب هیچا ته… نور لوستل »

پتنګ

دغسې فاسد ریتوریک د زړو خلق او پرچم ، بی شرمه سپین سترګي ده ! چا ندي وژلي ؟ خلقیانو پرچمیانو ، مجاهدینو غلو ؟، دا ستمیانو او نظاریانو څومره و ژلي دي ! هره وژنه حیواني عمل دی چې دقانون په چوکاټ کې نه وي او لوی جنایت دی ، خو اوس يې باید فرق وشي وژنه د قوميت ، ژبې او قدرت لپاره او که په جنګ کې نه غوښتونکې تصادفي وژنې !! طالبانو دقدرت لپاره هیڅوک هم ندي وژلي ! افغانستان ۹۰ په سلو کې حنیفي مذهبه دي نو جعفري شرعه څه کوي او که هغه د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx