افغانستان

د غریب کار زوی صبغت الله په نړیواله کچه ریاضي سیاليو کې لومړی مقام ګټلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت اوسېدونکی کوچنی صبغت الله توانېدلی د څلویښتو هېواونو په کچه د ریاضي مضمون په یوه ستره سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړي.

دغه سیالي په کمبوډیا هېواد کې ترسره شوې چې په کې د امریکا، هندوستان، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو او د یو شمېر هېواونو څخه زده کونکو ګډون کړی و او صبغت الله اتل شوی دی.

۱۱ کلن صبغت الله په اصل کې د هلمند ولایت دی خو د هرات ولایت په افغان-ترک معارف ابتدائیه ښوونځي کې د څلورم ټولګي زده کونکی دی.

کوچنی صبغت الله توانېدلی په ۸ دقیقو کې د ریاضي ۲۰۰ پوښتنې حل کړي، چې په دې توګه یې د سترو هېوادونو زده کونکو ته ماتې ورکړې او لومړی مقام یې خپل کړی دی.

صبغت الله چې په ټولنیزو رسنیو د لوړو شخصیتونو لخوا ستایل کیږي وایي، ډیر خوشال دی چې افغانستان ته یې لومړی مقام راوړ او خلکو وهڅاوه، «هڅه به کوم چې نور هم ځان تکړه کړم».

د صبغت الله پلار چې په هلمند کې فلزکاري (ویلډنګ کاري) کوي او په ډیره سخته د اولادونو لګښتونه پوره کوي وایي، کله چې د زوی په بریا خبر شوم له ډیرې خوښۍ مې بیخي خبرې نشوې کولی، ژړا راتلله.

باید وویل شي چې صبغت الله له دې وړاندې د افغانستان په کچه هم سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړی و چې له هغې وروسته نړیوالې سیالۍ ته وتلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پشتونیار درانی

د ویر، جګړو او ورانیو د ایرو او سکروټو تر تاو لاندی، تاند صبغت الله وښودله چی، د هلمند ولس که د ښونی له فرصته برخمن شی، دا نه چی په ښونه اوزورنه کی په هسک ځلیدی شی، بلکی د ژوند په ټولو برخو کی دپوهی ستره شتمنی لری.
صبغت الله: د هیواد ویاړیی، ستا د لا بریاوو په هیله.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x