شعـــــرونه

ځينې وخت/ مستغفر ګربز

مستغفر ګربز

څپې د ستا د ياد دومره درنې شي ځينې وخت
چې زړه مې تور له ټولې زمانې شي ځينې وخت

په سر مې أندېښنې وأخلي له خپله ځانه ورک شم
په دښته مې د ژونـد بلې لمبې شي ځينې وخت

په خيال کې چې دتېر کال د وصال خاطرې راشي
قسم چې داُومید ډېوې مې مړې شي ځينې وخت

د سرو ګـلـو لـه پـاڼـو نـه دې ولې حُسن أاخیست؟
ښکـلا دې عجـيـبـه بـې أنــدازې شي ځينې وخت

زه حق او خیران پاتې شم چِ یا خدایه دا څه دي؟
په سپين مخ دې چِ زلفې راخؤارې شي ځينې وخت

ګـربـزه مستغفره چـې څـوک  زړه ته در نـږدې شي
لـه هـغـه چـانـه خـامـخـا ګيلې شي ځينې وخت

مستغفر ګربز

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x