افغانستان

کندوز کې د نښتې پرمهال ۱۵ دولتي عسکر طالبانو ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (۱۷ تله، ۱۳۹۹ل):  د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د یوې نښتې پرمهال ۸ دولتي عسکر وژل شوي او ۱۵ تنه نور طالبانو له ځانونو سره ژوندي بوولي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط شمشاد تلویزیون ته ویلي، چې دا نښته تیره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په روضې سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې طالبانو د عسکرو پر یوې قرارګاه ډله ییز برید کړی.

سرچینه زیاتوي، په دغه نښته کې د ۶ دولتي عسکرو دوژلو او ۱۶ نورو د ژوندي نیولو ترڅنګ طالبانو ددې قرارګاه ټولې وسلې، مهمات او دوه عرادې ټانګونه هم«ولجه» کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه پېښه تایید کړې او زیاتوي چې په دې پوسته یې ځکه بریدکړی، چې د خلکو په کورونو یې د توپونو او هاوانو ډزې کولې او ملکیان یې ځورول.

مجاهد په یو ټویټ کې داسې ویلي:«تیره شپه د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اړوند روضه سیمه کې د مزدور دښمن هغه قرارګاه له منځه یوړل شوه، چې په ملکي سیمو یې هاوانونه او توپونه ویشتل. ۸ تنه عسکر قتل، ۷ ژوبل او ۱۵ تنه نور ژوندي ونیول شول. همداډول ۲۱ میله سپکه او درنه وسله او ډير مهمات ترې راوړل شول.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا د ملکي خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو د توپونو او هاوانونو بریدونه زیات شوي، چې ورسره د ملکي خلکو د تلفاتو شمېره هم زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx