افغانستان

د غزني د زندان مرستیال په یو برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت د محبس مرستیال قومندان محمدعلي احمدي د کابل ـ غزني پر لویه لاره د طالبانو په یو برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې لخوا نن د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د کابل ـ غزني پر لویه لار د غزني د محبس مرستیال محمدعلي احمدي نیولی او بیا وژلی دی.

د اشرف غني دوهم مرستیال سروردانش د احمدي په وژنه سخت خفګان ښکاره کړی او د پېښې د جدي پلټنو امر یې کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x