نظــر

دروند مٌلا برادر؛ د سرخم د مانده له ترپ نه د دوحې د شیراټون تر خرپه!

استاد محمد زمان مزمل

ما هم چې د درانده مٌلا برادر صاحب عکس او څادر د امریکا له وزیر خارجه پمپیو سره ولید نو تر هر څه دمخه مې الله تعالی ته شکر وایست چې تا زموږ معاصر افغانان په هېڅ میدان کې خائب او نامراده نکړل.

دې تصویر زه د خپلو کمو معلوماتو باوجود ددغه مشر طالب تېر تاریخ ته چې هغه د خدای بخښلي ملامحمد عمر مجاهد صاحب د سر سړیو په سر کې د اعتماد په هاغو مدارجو کې وه چې د سپېرو بدو پېښو په تل او د پرتمینو پېښو په عروج کې مٌلا بردار په یو باثباته جوښت هاند هغه د ژرندې لاندې ډبره وه.

هغه د ابدالیانو په هرات کې د مشر مٌلا محمد عمر مجاهد په اعتماد پوره والي و ،د هرات په لور د تحریک ځنډن ولې فاتح یون او هلته بیا په هرات کې د ایران د ګواښونو په وړاندې د هرات او افغانستان مورال پخپله کرښه ساتل هغه څه و چې د تحریک مشرانو ته یې ویاړ پاتې دی.

همداسې مٌلا بردار صاحب منحیث یو طالب د هاغې قول اردو مشر وه چې ولایتونو یې پایکپو ته قلف دروازې بې جنګ پرانیستې.

د پمپیو په ملاقات کې او ددې تصویر په سیما کې مې دا ولوست چې هغه لوی خدای د همدغسې یوه فاتحانه دریځ لپاره له هاغه خطراتو او د زندان له اوسپنیزو دروازو شاته راوکیښ چې دده نورو ملګرو پکې سرونه وخوړل.

د شيراټون تصویر په یوه رؤیا کې زه د جابرې امریکا هغه ټکر ته یوړم چې بش پکې د صلیبي جګړې په عنوان افغانستان اوله او د جنګ موخه کړه.

ماته د ازمېښت هغه ټیټ تل رایاد شو چې مٌلا بردار صاحب پکې د یوه ژوندي او اوږد کاروان بلا سړي او وسائل د امریکا د b52 د لومړي پروګرام د ناکامولو په هوډ ارزګان ته د ټکر لپاره وښوځاوه ولې د بش لومړی هجوم هومره قهرېدلی هجوم وه چې د هوایې ځواک په وړاندې یې ددغه مجاهد اوږد کاروان د مقابلې په ځای مړي شهیدان او ټول وسائل په میدان سترې وترې لویدلي پرېښودل او دۀ په یو فاتحانه ترپ کې سیمه مخ په کندهار پرېښوده او هغه د پښتو د مثل مطابق د سرخم شوم مانده له ترپه ځان کندهار کې له ملګرو سره یوځای کړ.

د مٌلا بردار اخوند دغه ترپ تر شا د مقاومت هغه سلسلې شوې چې دئ پکې په شل کلن جنګ کې د مرګ د بلا ګرېوانونو نه او د پاکستان د اوږده زندان نه د دوحې هغه شیراټون ته راورساوه چې دده په تقدیر کې به لا مخکې کښلي وه ،مٌلا ګل د طالبانو مخکښه مجموعه طیب اغا صاحب، مٌلا امیر محمد صاحب، رئیس د بغلان او مٌلا عبدالرازق صاحب د شاوليکوټ په سوزني کې د حامد کرزي سره کېنول هغوی له دوی وغوښتل چې مٌلا محمد عمر صاحب خپله ماته تسلیم کړي او ووایې چې موږ حکومت نشو کړائ، حکومت راغلي ټیم ته سپارم.

ولې د تورې بدې ورځې په تل کې د ځینو په روایت دغه ټیم معذرت وغوښت چې دا به څوک لوی مٌلاصاحب ته ووایې چې داسې اعلان وکړي او هغه په هیڅ صورت دغسې اعلان نکوي.

داسې د طالبانو وروستی زور او حضور په یوه چوپه خوله کې کندهار د دیموکراسۍ پړاو ته خالي پرېښود،  ولې د بده مرغه چې راغلې امریکا او افغاني ملګرو یې طالب پخپل لرې کلیو او خټینو کورونو کې هم پرې نه ښود او چې په تنګ شي نو په جنګ شي، دې ماجرا د طالب په نوي پړاو کې نوی او بې څاری موج واخیست.

موج چې یوه ورځ به یې له طفیله د مغارو ورک طالبان د تروریزم پر ضد د امریکا شوې جګړه ګټي او د متوسط قامت او پخپل افغاني جامه کې باوقاره مٌلابرادر صاحب به پکې د افغانستان ورانونکې امریکا د بهرنيو چارو وزیر پمپیو سره د یو فاتح طرف په توګه خبرو او د پاڼو امضاء ته په وقار درېږي او غږېږي.

که څه هم د طالبانو او امریکا تېر تړون له طالب او خپله د مٌلامحمد عمر مجاهد د معاون مٌلابرادر صاحب نه هغه دروند پېټی ښکته کړ ،ولې سیاست او مذاکرات او د خپل ولس سره شریکه پرېکړه چې د امریکا سره د تفاهم په نسبت د تیندکونو، ښوییدنو او خپل ملت ته د تدبیر او عقل امتحان دی.

هیله کوو بلکې دعا کوو چې طالب مشران پکې د امریکا د تړون مخکې ګټلی برم د خپل سیالو افغانانو په مذاکراتو کې ونه بایلي او دغه د شلو کلونو مسافره او زورېدلې له هر در شړل شوې سوله خدای پاک د همدغو مذهبي مشرانو په رحم او تعقل محققه کړي او د یتیمانو په اوښکو لانده ګرېوانونه میندې د اخر ځل لپاره ومینځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

دا تصویر کی صرف یو عالم خبری دئ چی په گده سره یئ اخیستئ، ط☆ معنا داچئ دبیرئ خلگ نه یو ِ😊

غ.حضرت

ځینی وخت یو څوک حتی د ورور په وړاندی هم مجبور دی د اساطیرو او اباطیلو مخه ډبه کړی. دا پوښتنه به نه مطرح کوو چی ښاغلی مزمل ولی دا شل کاله د حکومت په سیوری کی ژوند کړی دی او د طالب سره اوږه پر اوږه په سنګر کی نه دی درېدلی. امّا بعد ترامپ یو نژاد پرست کس دی، د څو اسلامی هیوادونو اتباع ئې امریکې ته له سفر څخه منع کړی دی او توجیه ئې دا ده چی مسلمانان تروریسټان دی. خو د خپلو ګټو د خوندی کولو پخاطر ئې لومړنئ خارجی سفر د تروریزم د پلار… نور لوستل »

A saeed

ده پاکستانېانو ناڅوانئ ده هېرو دو نه ده
خو دا ملا صاحېب ده دوئ ده ټولو جناېاتو په باوجود ! په حېث ده ېو مئو مېن مسلمان ده شفقت او عفوه غېږ ورکړه
همدا ده مسلمان شان ده . په کافرو سخت او مسلمانو مهربانه.
دا نن دی کابل مزدوران که په توبه سی دوئ به هم ملا صاحېب په خپله غېږ کشی ونېسئ. خو ده کابل ده اداری غلامان ده زور تر اخېری سلګئ مقاؤمت کوی.
افسوس ده دوئ په حال

Abdul-Rauf Alam

د پاکستان وزیر مسلمان او ګاونډی هیواد دی او نه ئې د مونږ په وطن يرغل کړی . دا هم ستا سوال ته ساده ځواب. اوس ته دا څنګه او په کوم منطق توجیه کوي.مغرض او له دینه لری سړی ئې. ستا ټولی تبصری، له اغراض او دښمنی نه ډکی، چې یو هم رښتیا او صحیح را ونه ختی. له خوبه را ویښ سه ، چې طالب جان دی په سر پوری ولاړ ده.

A saeed

محترم استاده
په ږوند او قلم دی برکت سه

پښتون غورزنګ

موږ مسلمانان یو. هر څوک چي په خوله کلمه وایي، دا غنیمت بولو او تر ډېر څه ورتیریږو. زموږ ګران پېغمبر ص هغه وحشي بن حرب هم په کلیمه ویلو په غیږ کي ونیوی چي د ده مبارک ص ګران اکا حضرت حمزه رض یې ور شهید کړی وو. هغه وحشي ښځه هنده یې هم وبخښله چي د ده مبارک ص د ګران اکا دلنبد را ایستلی او چیچلی یې وو. ملا برادر اخوند به هم د خپل پیشوا رسول اکرم ص د سنت سره سم پاکستانیان وبخښي خو الله تعا لی پر موږ ټولو څارونکی دی. هغه به خپل… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx