روغتیا

ټرمپ کرونا څخه له جوړيدو وروسته؛ واکسین به ډیر ژر د عام استعمال لپاره وړاندې شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۹ل): د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د کرونا په اړه یې څو واره بې احتیاطي کړې او په ځانګړي ډول یې په عامه ځایونو کې د ماسک کارول هم له پامه غورځولي پر دغې ناروغۍ اخته شوی و.

که څه هم د ټرمپ د کرونا نښې لومړنۍ او خفیفې وې او هغه په پنځمه ورځ له روغتیا وروسته د قرنطین څخه خارج کړل شو خو دغې ناروغۍ اندېښمن کړی دی.

ټرمپ له روغتیا وروسته رسنیو ته په ویدیویي پیغام کې وویل، «امریکا کې د کرونا ناروغانو لپاره هماغه درملنه غواړم کومه چې ما وکړه، او دغه درملنه به په امريکايي روغتونونو کې وړيا وي».

ټرمپ د کرونا ناروغۍ پرمهال ځینې درمل کارولي چې په وینا یې منفي اغیز نه لري او د داسې ناروغانو روغتیا ته ګټه رسوي او له دې ناروغۍ څخه یې ژغورلی شي.

هغه په دې لړ کې یو وار بیا چين تورن کړ، په وینا یې، «چین چې زموږ هېواد او نورې نړۍ ته څه پېښ کړل ددې به دروند او سخت قيمت ادا کړي».

د کرونا ضد واکسینو په اړه ټرمپ یو وار بیا هغه خبر تکرار کړه چې دغه واکسین به د امریکا ټاکنو چې په نومبر میاشت کې ترسره کیږي، مخکې چمتو او د استعمال لپاره وړاندې شي.

هغه وايي، «په امريکا کې ځينې شرکتونه د کرونا ضد واکسين جوړولو وروستۍ مرحلې ته رسېدلي او له ټاکنو وړاندې به خلکو ته وړاندې شي».

ټرمپ د تيرې جمعې په ورځ د خپلې ټويټر پاڼې له لارې اعلان وکړ چې دی او ميرمن يې په کرونا اخته شوي دي.

هغه له څلور ورځې قرنطين وروسته د ډاکټرانو په مشوره له ګوښه کېدو خارج شوی دی.

د نوموړي او لومړۍ ميرمنې سربېره ۷ نور لوړپوړي چارواکي هم په سپينه ماڼۍ کې کرونا نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x