نظــر

پر افغانستان د امریکايي یرغل د (۱۹) کلیزې په پلمه

عبدالرحيم (ثاقب) ليكوال او سياسي شنونكى

د اکتوبر (۷) پر افغانستان د امریکايي یرغل له ۱۹ کلیزې سره برابره ده.

۱۹ کاله وړاندې په همدې ورځ امریکایانو د افغانستان پرسپيڅلي حریم یرغل وکړ.

امریکایانو چې د دې یرغل لپاره کوم لاملونه پلمه او توجیه کړي و نن هماغه لاملونه ټول پرځاي ، بلکې څوچنده زیات شوي خو امریکایان له افغانستانه د شاګرځ په حال کې دي.

امریکایان په داسې حال کې له افغانستانه پرشاکیږي چې دلته یې په تیرو (19) کلونو کې په تریلینونوډالرلګولی، دری زره زیات او کم پوځیان يي وژل شوي، په لسګونو زره نور یې ژوبل او په ذهني ناروغیو اخته شوي او …

همدا راز د امریکایانو په دې ظالمانه یرغل كې په سلګونو زره بیوزله افغانان شهیدان او ژوبل شوي، کورونه یې وران شوي، اجباري مهاجرت ته اړیستل شوی، انساني حقوق یې تر پښو لاندې شوي، کور او کلی یې نا امنه شوی او په مجموع کې افغانستان د جنګ، وحشت, لاقانونيت, اداري فساد او سلګونو نورو فاجعو له بحران سره مخ دی.

اوس چې د امریکا او د هغوی د جنګي ایتلافیانو په مقابل کې د افغان مسلمان ولس حیرانوونکي جهادي مقاومت ډیر واقعیتونه را برسیره کړي باید د هماغو واقعيتونو په رڼاکې د افغانستان د لانجې حل ته وکتل شي.

د امریکايي اشغال په تیره (۱۹) کلنې تورې دورې کې د هغوی تر ټولو مثبت کار له طالبانو سره د اشغال د خاتمې تړون دی چې له مخې یې نن د طالبانو او افغاني جهتونو ترمنځ فرصت ته زمینه مساعده شوې.
دا فرصت په حقیقت کې یو طلايي چانس دی چې افغانانو ته په لاس ورغلی او باید په خپل وخت تري ښه استفاده وکړي.

هغوی باید په داسې ډول تري استفاده وکړې چې په ترڅ کې یې هیڅ بهرني لوری ته د هیڅ ډول مداخلې پلمه په لاس ورنشي؛ ځکه دا مذاکرات چې څومره له بهرنۍ مداخلې ، وصایت او فشار څخه خلاصې فضا کې تر سره کیږي په هغومره اندازه یې د افغانستان د روانې ستونزې په حل کولو کې موثریت زیاتیږي.

دا مذاکرات په حقیقت کې د افغانانو لپاره یو تاریخي آزمایښت دی چې هغوی څرنګه کولای شي له بهرني وصایت پرته د خپل هیواد راتلونکی وټاکي؟

که خدای مه کړه دوي په خپل منځ کې د هیواد د راتلونکي په اړه یوه سالم توافق ته په رسیدو کې د بي باوري ښکار کیږي دا به په خپل لاس بهرنیانو ته د دوي د هیواد او نظام په راتلونکي کې د مداخلې پلمه په لاس ورکوي.

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x