ورزش

نن په آی پي ایل کې مجیب او راشد مخامخ کیږی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۹ل): د هند غوره لیګ یوولسم پړاو سیالیو په لړ کې په لومړي وار مجیب ځدران او راشد خان مخامخ کیږي.

دغه سیالۍ نن پنجشنبه د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ بجې پېل کیږي، چې کینګز الیون پنجاب او سنرایزز حیدراباد لوبډلې مخامخ کیږي.

دا لومړی وار دی چې په روانو سیالیو کې مجیب الرحمن ته لوبډله کې چانس ورکول کیږي. د راشد خان لوبډلې پچه ګټلې او لومړی توپ وهنه کوي.

مشهور مشر روزونکی ټام موډي او هندی مبصر اجیت اګارکر د مجیب په ملاتړ وایي چې باید پنجاب لوبډلې هغه له لومړي سر څخه لوبولی وای، مجیب یو غوره ثابت شوی توپ اچونکی دی.

دغه راز ددغې لوبډلې لوبډلمشر کی ایل راهول هم ویلي، تر څو چې موږ لوبډله کې مجیب ونه لوبوو بریا ستونزمنه ده. د مجیب لوبډلې ۵ سیالیو کې یوه بریا خپله کړې چې اوس په جدول کې وروستی مقام لري.

بل لور ته که څه هم د یادو سیالیو په پېل کې د راشد خان کارکردګي د پام وړ نه وه، خو په تېرو دوه سیالیو کې بیا خپل فارم ته راګرځېدلی دی. د نوموړي لوبډله په ۲ بریاو خپلولو سره ۶م نمبر لري.

محمد نبي هم د سنرایزز حیدراباد لوبډلې برخه ده، خو تر دې دمه یوازې په یوه لوبه کې لوبېدلی دی چې ښه ثابت شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x