
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۹ل): چین د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره د یو ملیون امریکایي ډالرو په ارزښت د بېلا بېلو طبي توکه مرسته وکړه.
د طبي توکو دغه محموله مرسته نن د پنجشنبې په ورځ د کابل په هوایي ډګر کې د چین سفیر لخوا د اشرف غني دویم مرستیال محمد سرور دانش په حضور کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر محمد جواد عثماني ته وسپارل شوه.
چین دغه مرسته افغانستان سره د کرونا وبا دویمې څپې د مخنیوي په خاطر کړې ده.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د چین له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، «که څه هم هېواد کې اوسمهال د کرونا لومړنۍ څپه کابو شوې خو د دوهمې څپې د راتلو خطر لا هم موجود دی چې وار له مخه یې چمتو والی نیول شوی دی».
په دې طبي مرستندویه توکو کې شاوخوا ۴۰ زره د کرونا تشخیص کیټونه، ۲۰ زره حفاظتي جامې، دوه د پي سي آر PCR او دوه د ان آر او NRO استخراج ماشینونه شامل دي.
په افغانستان کې د چین سفیر «وانګ یو» د یادې طبي مستندویه توکو یادونه وکړه او افغانستان سره یې په نورو برخو کې هم د مرستو ژمنه وکړه، هغه وویل: «هېواد به یې تل د افغانستان تر څنګ ولاړ وي او په بېلابېلو برخو کې به خپلو مرستو ته همداسې دوام ورکړي».
چین له دې وړاندې هم د کرونا مخنیوي په خاطر له افغانستان سره بېلا بېلې مرستې کړي، دغه راز چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د افغان سولې بشپړ ملاتړ کوي او په افغانستان کې روان وضعیت د خبرو له لارې د حل غوښتنه کوي.