نړۍ

میا افتخار حسین: د افغانستان له خوا د پاکستان پر خاوره د بریدونو شکایت به ملګرو ملتونو ته وکړو

نن ټکی آسیا: د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو او کلتور وزیر میا افتخار ویلي چي پاکستان اراده لري د افغانستان له خوا څخه پر پاکستاني خاوره د وسلوالو د بریدونو په اړه ملګري ملتونو ته شکایت وکړي.

نوموړی وايي چي دا پریکړه وروسته تر دې شوې چي هغه وسلوال چي د پولي د بلي غاړي څخه پر پاکستاني ځواکونو وروستي بریدونه د پاکستان په چترال سیمه کې کړي ول، د افغاني او بهرنیو ځواکونو جامې يې په تن وې.

هغه یو ځل بیا ددغو بریدونو غندنه وکړه، او له ناټو څخه يې وغوښتل چي ددغه مشکل په اړه جدي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي افتخار له ناتو ځواکونو څخه په کلکه غوښتي چي د پاکستان سره په پوله د دوئ د وسلوالو مخالفینو ځاله جوړه نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x