افغانستان

کندهار کې دوو جنګي الوتکو ټکر کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ تله، ۱۳۹۹ل): د امریکايي ځواکونو له لوري افغان چارواکو ته د کندهار هوايي ډګر چارو سپارلو سره همهاله د کندهار هوايي لوا کې د افغان پیلوټانو لخوا دوه جنګي چورلکې ټکر کړل شوې دي.

کندهار میشتي خبریال صدیق الله افغان په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې د هوايي لوا په ځغاستلیکې دوه A 29 جنګي الوتکې چې د لیزري بمبار وړتیا یې لرله، پیلوټانو ځغلولې چې ټکر یې کړی او دواړه تخریب شوې دي.

د کندهار ولایت سیمه ییزو مسئولینو او دفاع وزارت تراوسه په دې هکله سپیناوی نه دی کړی؛ خو تردې وړاندې امریکايي ځواکونو خپل ګڼ شمېر هغه پوځي مراکز نړولي او سازوسامان یې انتقال کړی چې د دوحې تړون مطابق یې تخلیه کړي دي.

امریکايي چارواکي وايي، خپل پوځي مرکزونه ځکه ویجاړوي او وسایل یې انتقالوي چې په افغان چارواکي ددې مرکزونو د کنترول او په کې نصب شوو پرمختللو وسایلو د استعمال وړتیا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

The Afghan pilots must be nervous – who will protect them in the future

احمد

آدم خان ته _چې پښتو له لوستلو مطلب اخيستی شي ځواب یی هم په پښتو ولیکه او که له نطفې انګریز یی بیا لندن ته لاړ شه اخبارونه لیکه .دا پښتنو پاڼه ده .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx