افغانستان

اختطافګرو په کابل ښار کې د جمهوریت روغتون د عاجلې څانګې مسئول تښتولی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ تله، ۱۳۹۹ل): مسلح اختطافګرو په کابل ښار کې د جمهوریت روغتون د عاجلې څانګې مسئول ډاکټر محب الله بارکزی تښتولی دی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو د څانګې مرستیال ډاکټر وحید مجروح په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې ډاکټر بارکزی څه موده وړاندې اختطافګرو تښتولی او تراوسه یې څرک نه دی لګېدلی.

وحید مجروح نن د جمعې په ورځ(۱۸ تله) داسې لیکلي: «ډاکټر بارکزی د کرونا وبا په وړاندې د قهرمانانو له ډلې څخه ؤ، اختطافګرو د کورنۍ له غیږې څخه تښتولی؛ چې تراوسه یې مور، میرمن او زوی د هغه انتظار کوي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین هم د جمهوریت روغتون د عاجې څانګې د مسئول ډاکټر تښتول تاییدوي او زیاتوي چې د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.

په کابل ښار کې وسله والې غلاوې، اختطافونه او هدفي وژنې وروسته له هغه زیاتې شوې، چې څه موده وړاندې د کابل حکومت د کورنیو چارو وزارت لخوا د امنیتي میثاق ترنامه لاندې په غیر مسئولو کسانو وسلې وویشلې، کوم پروګرام چې د ولسي جرګې لخوا هم غیر قانوني وبلل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x