ابوبکر البغدادي: که په سمه وم ملاتړ مې وکړئ که ناسم وم لارښونه راته وکړئ

نن ټکی آسیا: اسلامي دولت یوه ویډيو خپره کړې چې د دولت مشر أبي بکر البغدادي ته منسبويږي. په دغه ویډیو کې نوموړی وايي چې ده ته د «خلافت» سخت امانت ورکړل شوی. نوموړي په مسلمانانو غږ کړی چې دده ملاتړ او اطاعت وکړي.

اسلامي دولت  تېره یکشنبه  د عراق او شام سرحدونه ونړول، خلافت یې اعلان او ابي بکر البغدادي یې د مسلمانانو خلیفه وټاکه.

د راپورونه په اساس دغه ویډيو د عراق په شمال موصل ښار په مشهور جامع مسجد «حدباء» کې  د جمعې د ورځې د خطبې پر مهال شوې.

دغه ویډيو تر هغې وروسته خپره شوه چې د مالکي دولت ادعا کوله چې بغدادي خو یا وژل شوی او یا هم سخت ټپي دی.
د عراق  د کورنیو چارو وزرات وايي چې په ویډیو کې ښکاره شوی کس بغدادي نه دی.

بغداي د خطبې پیل د روژې مبارکې میاشتې په فضایلو وکړ، بیا يې د جهاد فضایل، د مشرکینو د وژلو اړتیا او د شریعت او حدودو نافذولو په اړه خبرې وکړې.

بغدادي زیاته کړه: له ډيرو کلونو وروسته مجاهدینو ته الله نصرت او فتحه ورکړه، په مسلمانانو دا مسئولیت دی چې د ځان لپاره امیر وټاکي او دا مسئولیت له ډیرو کلونو راهیسې نه دی اداء شوی.

بغدادي په دغه خطبه کې د مسلمانانو مشري «دروند بار» ګڼلی: « په تاسو امیر ټاکل شوی یم خو تر تاسو ښه او بهتر نه یم. تر هغه چې زه د الله اطاعت کوم زما اطاعت وکړئ که د الله نافرماني مې وکړه بیا په تاسو زما اطاعت نشته». دغه خبرې حضرت ابو بکر الصدیق رضي الله عنه د مسلمانانو خلیفه ټاکل کېدو پر وخت په لومړۍ خطبه کې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې د جولايي په ۲مه د ابو بکر البغدادي غږیز پیغام خپور شو، نوموړي په دغه غږیز پیغام کې له مسلمانانو وغوښتل چې عراق او شام ته هجرت وکړي او د اسلامي دولت په جوړولو کې برخه واخلي.

له تېرو څو اونیو راهیسې اسلامي دولت په عراق او سوریه کې د بشار او مالکي ځواکونو څخه  پراخه سیمې ونیولې. دوی تر دې وروسته په  دغو سیمو کې خلافت اعلان کړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Malim
میلمه
Malim

الله ج وکړی د اسلام واقعی خادم اووسی او له کفارو خصوصا مجوسیانو بیت المقدس پاک کړی

له ډیرو وروڼو لکه عبید – غوربندی صیب او داسی نورو څخه یوه پوښتنه ده که ځواب راکړی منندوی به یی یو.

ابوبکر امیرلمؤمینین خلکو اعلان کړ او ځان هم معرفی کړ

نه پوهيزم دوه امیرالمؤ مینین په یو وخت او زمان څنګه کیدای شی او که نه ؟

که کیدای شی نو کوم یو اصلی امیر المؤ مینین ده ؟

مننه

حمدالله صابر
میلمه
حمدالله صابر

Malim
زما د پوښتنی جواب دا وه ولی لاجوابه شوی بیداره
څوک چی له الله تعالی نه یریږی هیڅ کله به له سر سپارلو مجاهدینو پوري بد رد ونه وایي
د تیرو پوښتنو جواب راکړه

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د معلم صاحب پوشتنه په ځای پوشتنه ده : زه به هم وسه وکړم چه څه ورته ولیکم: لمړی ستاسی پوښتنه لږه ګونګه غوندی ده ، یعنی تاس دواړه په عراق کی او که له دوهم مو ملا عمر مجاهد مطلب دی ؟ که هلته وی زه معلومات نه لرم چه هلته دوه اعلان شوی زما معلومات به کم وی . که افغاتستات مو مطلب وی کوم چه ستاسی د پوښتنی معقولیت زیاتوی زه به لاندی څو جملی ولیکم : لمړی : مجاهدین لا په دی موقف کی تر اوسه قرار نه لری چه د بشپړ سیاسی قدرت په لرلو… نور لوستل »

محمد توفیق
میلمه
محمد توفیق

لبیک به امیرمؤمنین ابوبکرالبغدادی

محمد توفیق
میلمه
محمد توفیق

سلام علیک
ضرورت به خطبه که در روز جمعه یعنی جمعه اول رمضان مبارک که امیرالمؤمنین ابوبکرالبغدادی ایراد که ست دارم امید که در همین صفحه نشر و یا به آدرس شخصی ام روان گردد تشکر