افغانستان

طالبانو په زابل کې د ۷۵ دولتي عسکرو د ژوندي نیولو خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ تله، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، په تیرو څو ورځو کې یې د زابل ولایت له مربوطاتو څخه د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۷۵ دولتي عسکر او پولیس ژوندي نیولي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې دغه دولتي عسکر او پولیس د تیرو څو ورځو په جریان کې د زابل ولایت مرکز کلات ښار له مختلفو برخو څخه د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ژوندي نیولي او د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره یې خپلو اړونده توقیف خانو ته رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سولې خبرو سره همهاله دولتي عسکرو هڅې پیل کړي چې د پوځي عملیاتو له لارې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته د دولتي واک لمن وغځوي او هغه سیمې بیرته ونیسي چې دا مهال د طالبانو لاس کې دي؛ خو طالبان بیا د دولتي عسکرو په وړاندې مقاومت کوي او د نښتو پرمهال کله ناکله دولتي عسکرو وني او ځینې وخت یې ژوندي اسیران کوي.

د تیرو دوه ورځو په جریان کې په شمالي ولایت کندوز کې هم په جلا پېښو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه دولتي عسکر د طالبانو لخوا ژوندي نیول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x