
پکتيا کې ۶ عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ تله، ۱۳۹۹ل): له دولتي ليکو د عسکرو او پوليسو د جلا کېدو په دوام نن يو ځل بيا په پکتيا ولایت کې ۶ عسکر له دولتي ليکو جلا شوي او طالبانو سره يو ځای شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وایي چې د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې ۶ تنه عسکر او پوليس له خپلو دندو لاس په سر شوي دي او طالبانو سره يو ځای شوي دي.
مجاهد ددې عسکرو نومونه رفيق، شفيق، خان محمد، علم الدين، سميع الله او حبيب الرحمن ياد کړي دي او ويلي دي چې د جلب او جذب کميسيون د مسؤلينو له لوري يې هرکلی وشو.
#الفتح:
نن ورځ د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۶ تنه عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.
د جلب و جذب مسئولینو یې هرکلی وکړ.
د راغلونومان: رفیق، شفیق، خان محمد، علم الدین، سمیع الله او حبیب الرحمان دی. pic.twitter.com/qkVcjDllyj— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 9, 2020
باید وويل شي چې په دې وروستيو کې له دولتي ليکو د عسکرو او پوليس جلا کېدو لړۍ تيزه شوې ده چې له امله يې هره مياشت سلګونه عسکر له خپلو دندو لاس په سر کيږي او د طالبانو ليکو ته ورځي.
تېره اوونۍ هم د جوزجان ولايت په مرديان ولسوالۍ کې اووه تنه دولتي عسکر له طالبانو سره یو ځای شوی وو.
د يادونې وړ ده چې د هېواد د نورو ولايتونو په څېر په پکتيا ولایت کې هم د طالبانو حضور تر پخوا پياوړی شوی دی او ددې ولایت په بېلا بېلو سيمو کې له دولتي عسکرو سره په نښتو کې ښکېل کيږي او ځينې وخت په لويو لارو د موټرو تالاشي هم کوي او حکومتي کارمندان ورڅخه ښکته کوي.