fbpx
1 hadees

د یوه حدیث شرحه (پنځمه برخه)

دریم هلاکوونکی: إعجاب المرء بنفسه

په حدیث کې دریم هلاکوونکی شی إعجاب المرء بنفسه یعنی ځان خوښونه ، غرور او په ځان مینتوب ښوول شوی ده ، امام عبدالروف المناوي رحمه الله وایې : څان خوښول دا معنا چې هریو له بل نه ځان ښه او غوره بولي، که څه هم هغه ښه نه وي ، امام القرطبي رحمه الله وایې : ځان خوښول دا معنا چې هغه ځان پوره وبولي او د الله احسانات، ښېګڼې او نعمتونه یې هیر کړې وي .

په قران کریم کې د قارون په اړه راغلې دي : قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِندِي . ( سورة القصص 78) یعني هغه وویل : ما چې څه ترلاسه کړې دي دا مې دخپلې پوهې په برکت ترلاسه کړې دي . دا دهغه د اعجاب او ځان خوښونې یوه خبر ده .

امام ابوحامد الغزالي رحمه الله وایې : څوک چې د عجب او ځان خوښونې په رنځ اخته وي هغه به دخدای له توفیق او مرستې نه محروم او بې برخي وي ، ځکه ځان خوښوونکی سپک وي . او له چا سره چې د الله مرسته او توفیق نه وي هغه ډیر ژر هلاکیږې . عیسي علیه السلام خپلو ملګروته ویل : ای زما ملګرو څومره څراغونه بادونو وژلې دي او څومره دینداره خلک ځان خوښونې هلاک کړې دي . ، فيض القديرللمناوي (3/307) .

ترټولو بده ځان خوښونه او عجب هغه ده چې له فقهي او پوهي را پورته شوې وي ، : قران کریم وایې : هغه څوک چې خپل بد عمل ورته ښایسته کړل شي او ښه یې ویني ، أَفَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا . ( سورة فاطر. ۸ ) مطرف بن عبدالله وایې : که زه د شپې ویده شم او سهار پښیمانه راپورته شم دا له هغه غوره بولم چې شپه په ولاړې تیره کړم او سهار ځان ته خوشاله او غرور کوم . عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایې : په دوو شیانو کې هلاکت ده او هغه نا امیدي او ځان خوښونه دي . إحياء علوم الدين (3/369) .

په حدیث کې راغلې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : یو سړی و په یوه ښایسته جامه کې په غرور سره روان و ، سریې ږمنځ کړی و ، په کبر او غرور سره یې تګ کاوه ، او خدای په ځمکه ننویست ، تراوسه لا ښکته روان دی . اوترقیامته به ښکته ځي . عن أبي هريرة – رضي الله عنه – أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال : بينما رجل يمشي في حُلة تعجبه نفسه ، مُرّجِلٌ رأسه يختال في مشيته إذ خسف الله به ، فهو يتجلجل في الأرض إلى يوم القيامة . مُتفق عليه .

عبدالله بن عمر رضي الله عنه یو سړی ولید هغه په غرور کې روان و او جامه یې څکوله ، نو ویې ویل : د شیطان هم وروڼه شته . یو بل یې ولید هغه هم په غرور سره تګ کاوه ، ورته ویې ویل : ای دخدای بنده له دا ډول تګ نه الله کرکه کوي ، هغه سړي ورته وکتل او ویې ویل: ایا ته ما نه پیژنې ؟! هغه ورته وویل : تاپیژنم ، ته په پیل کې مرداره نطفه وې وروسته به بوینه مړزګه شې . او په دا منځنۍ موده کې به ته پلیتي ښوروې . . إحياء علوم الدين(3/340)

د ځان خوښونې درملنه

د انساني نفس په مخکې هوا او هوس ته دمیلان ډیرې لارې پرتې دي ، چې دالارې یې هلاکت ته رسوي ، خو هوښیار انسان خپل نفس ته باید دتقوي واګې ور واچوي ، خدای جل جلاله حاضر او کتونکی وبولي، له ایمان او ایماني غوښتنو سره ځان تړلی ولري اودا یې دبریالیتوب او خلاصون لاره ده . قران کریم وایې : څوک چې زموږ په لاره کې کوښښ کوي موږ به هغه ته خامخا خپله لاره ورښیو ، اوبې شکه الله له نیکي کوونکو سره مل دی . {وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإنَّ اللَّهَ لَـمَعَ الْـمُحْسِنِينَ} [العنكبوت: ٩٦].

ځیني خلک چې مال ، پوهه یا بل کوم شرافت او کرامت ترلاسه کړي نو د نفس د کمزورتیا لامله فکر کوي چې دی په ډیرو خلکو غوره دی او ډیر خلک د ده ځای ته نشې رسیدلی ، پرځان مین شي او نفس یې لويي غوره کړي ، له بده مرغه د تکبر او غرور لاره ونیسي ، دا لاره د هلاکت او بربادي لاره ده ، که هرڅوک په دې رنځ مبتلا شي یا بل څوک په دې رنځ اخته وویني باید خامخا دعلاج او درملنې په لټه کې شي او دلته موږ له دې رنځ نه د خلاصون څو لارې چارې را اخلو:

لومړۍ : هر انسان باید په دې پوه شي چې هرڅه ده ته ورکړل شوې دي دا دلوی څښتن ورکړې او دهغه توفیق ده او د ده هیڅ دخل په کې نشته ، له الله پرته انسان هیڅ نشې کولی ، که دالله مرسته له انسان سره مله نه وي هغه هیڅ دی . قران کریم وایې : که په تاسو دالله فضل او رحم نه وی تاسوبه خامخا دشیطان پیروي کړې وی یواځې ډیرو کمو به نه وه کړې .وَلَوْلا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إلاَّ قَلِيلاً} [النساء: ٣٨] . بل ځای وایې : که د خدای فضل او رحم په تاسو نه وی ستاسو یوه به هم هیڅکله دځان پاکي نه ی ترلاسه کړې ، مګر د الله چې چاته خوښه شي هغه پاکوي . وَلَوْلا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَى مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ . [النور: ١٢] .

بلكي خپل سپیڅلې پیغمبر صلي الله علیه وسلم ته وایې : که ته موږ ثابت قدمه نه وی ګرځولی نږدې وه تابه هغوی ته یوڅه میلان کاوه . وَلَوْلا أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلاً . [الإسراء: ٤٧] بل ځای ورته وایې : ته یې په هغه څه پوه کړې چې نه پرې پوهیدلی او په تا باندې دالله لوی فضل و . وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا . [النساء: ٣١١] بل ځای قران کریم دشعیب علیه السلام په ژبه وایې : له الله پرته ماته هیڅوک توفیق نشې راکولی ، زه په هغه توکل کوم او هغه ته ورګرځم . وَمَا تَوْفِيقِي إلاَّ بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإلَيْهِ أُنِيبُ . [هود: ٨٨].

ځکه به رسول الله صلي الله علیه وسلم دا دعا کوله : ای تل ژوندی او تل قایم ذاته ! ستا درحمت او مرستې غوښتونکی یم ، زما ټول کارونه راته سم کړه ، او خپل نفس ته مې د ډیر کم وخت له پاره هم مه پرېږده . يا حي يا قيوم! برحمتك أستغيث؛ أصلح لي شأني كله ولا تكلني إلى نفسي طرْفَة عين . أخرجه النسائي في الكبرى: (10405). په بل روایت کې راغلې دي : که ته مې خپل نفس ته پریږدې نو شر ته به مې ورنږدې کړې ، اوله خیره به مې لرې کړې ، او زه یواځي ستا په رحت باندې باور لرم . فإنك إن تكلني إلى نفسي تقربني من الشر، وتباعدني من الخير، وإني لا أثق إلا برحمتك . أخرجه أحمد : (3916).[3] أخرجه أحمد: (21666).

دامام رازي تجربه

امام فخر الدین الرازي رحمه الله وایې : ما د ژوند په لومړنیو شپو کې او تراوسه پورې داخبره تجربې ته رسولې ده چې کله انسان په هرکار کې له خدایه پرته په بل چا باور وکړي ، دا باور یې د ستونزو ، شرمندګي او ازموینو سبب وګرځي ، او چې کله په خدای باور وکړې ، اوبل هیچاته توجه ونکړې ، موخه به په خورا ښه توګه ترلاسه کړي ، دا تجربه زما د ژوند ترلومړیو شپونیولې آن ترننه پورې چې اووه پنځوس کلنۍ ته رسیدلی یم له ماسره را روانه ده . اوس مې دې خبرې په زړه کې پوخ ځای نیولی ده چې د خدای په فضل او احسان باندې په باور کې د انسان ټولې ګټې پرتې دي ، څوک چې د الله دبندګي ذوق لري او د توحید له سپیڅلې ګروهې برخمن وي هغه پوهیږې چې زموږ خبره کره ده . تفسير الرازي: 18/145.[6] .

یو مومن هم په دې کې شک نه کوي چې دټولو نعمتونو څښتن خدای جل جلاله دی ، خو کله چې انسان له نورو نه خپل صفتونه واوري ، په مادي ژوند کې ډیر ډوب شي ، نعمتونه ورباندې زیات شي ، له خدایه ویروونکی هم ونه لري نو روح یې زنګنه او وچه شي ، په دې وخت کې دا انسان باید خپله روح پاکه اوصفا کړي . اودا باور پوخ کړي چې ټول نعمتونه او لورېنې د الله له لورې دي .

دویمه : د ځان خوښوونې له رنځ نه د ځان ژغورنې دویمه لاره داده چې انسان باید په دې پوه شي چې د نعمتونو بقا او پاته کیدل په شکر اېستلو پوري تړلې دي ، او شکر هلته اېستلی شي چې انسان ځان الله جل جلاله ته محتاج او اړ وبولي ، په انسان باندې چې هرڅومره د خدای نعمتونه زیاتیږې دی باید الله ته خپل عجز او اړتیا لا زیاته کړي . د خدای له مخلوق سره په چلند کې عاجزي او تواضع غوره کړي . هرڅومره چې د انسان عاجزي او خدای ته انکسار او ځان ټیټول زیاتیږې همدومره یې له الله نه د توفیق غوښتلو لیوالتیا زیاتیږې ځکه هغه په دې باور وي چې نعمتونه د الله له لورې دي او د ده په کمال اوپوهه سره نه ترلاسه کیږې .رسول الله صلی الله علیه وسلم چې مکي ته د مکي د فتحي په مهال داخلیدی له ډیرې عاجزي نه یې سر دومره ټیټ نیولی و چې د اوښ د کتې په لرګیو یې زنه مبارکه لګیدله . عن أنس – رضي الله عنه – أن النبي دخل مكة و ذقنه على رحله متخشعاً. أخرجه الحاكم: 4/ 352 وقال : هذا حديث صحيح على شرط مسلم .

د انبیاو عاجزي

انبیاء علیهم السلام د ځمکي پرمخ ترټولو سپیڅلې او غوره انسانان دي هغوی ته چې هروخت د خپلې خطايي او تیروتنې احساس شوی دی سمدستې یې الله ته رجوع کړې ده او دخپلې تیروتنې اعتراف یې کړی ده دهغوی د عاجزي او حق ته تسلیمي په اړه دلته څو قراني ایتونه را اخلو :
ادم علیه السلام او دده میرمن علیهما السلام وایې : زموږ ربه موږ پر ځانونو ظلم کړی ده ، که ته بښنه راته ونکړې او رحم راباندې ونکړې موږ به خامخا د تاوان کوونکو له ډلې نه شو . رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْـخَاسِرِينَ . [الأعراف: ٣٢] . نوح علیه السلام وایې : او که ته بښنه راته ونکړې اورحم راباندې ونکړې زه به د تاوان کوونکو له ډلې نه شم . وإلاَّ تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي أَكُن مِّنَ الْـخَاسِرِينَ.[هود: ٧٤] .

ابراهیم علیه السلام وایې : او هغه ذات دی چې زه تمه ورته کوم چې داخرت په ورځ به زما خطاوې راوبښې . وَالَّذِي أَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ . [الشعراء: ٢٨] .

موسی علیه السلام وایې : ربه ما په خپل نفس ظلم کړی دی ، نوبښنه راته وکړه . رَبِّ إنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي. [القصص: ٦١] . او وایې : ربه تا چې ماته څومره خیر راکړی دی زه ورته احتیا ج یم . رَبِّ إنِّي لِـمَا أَنزَلْتَ إلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ. [القصص: ٤٢] .

یونس علیه السلام وایې : د عبادت وړ معبود نشته ، یواځي ته دعبادت وړ یې ته پا ک یې زه دظالمانو له ډلې نه یم . لاَّ إلَهَ إلاَّ أَنتَ سُبْحَانَكَ إنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِـمِينَ} [الأنبياء: ٧٨] .

ابو بکر الصدیق رسول الله صلي الله علیه وسلم ته وویل : یارسول الله ماته دعا راوښیه چې په لمانځه کې یې کوم ، هغه ورته وویل : دا دعا کوه : خدایه ! ما په خپل ځان ډیرظلم کړی دی له تاپرته بل څوک ګناهونه نشې بښلی ، ماته ستا له لورې بښنه وکړه او رحم راباندې وکړه ته بښوونکی او مهربان یې . اللهـم! إني ظلمـت نفسـي ظلماً كثيـراً، ولا يغفـر الذنـوب إلا أنت؛ فاغفـر لي مغفرة من عنـدك وارحمنـي إنـك أنت الغفـور الرحيم . [8] أخرجه البخاري: (834) ومسلم: (2075).

دریمه : د ځان خوښوونې له رنځ نه د ځان ژغورنې دریمه لاره داده چې انسان باید په دې پوه شي چې ددې رنځ او روحي ناروغي پایله سپکاوی اوشرمندګي ده ، په دې اړه د امام الماوردي یوه له عبرته ډکه کیسه را اخلو ، هغه وایې : ما د بیعي په موضوع کې یو کتاب ولیکه ، په دې کتاب کې مې دعلماو له کتابونو اقتباسات را واخیستل . دخپل فکر او اجتهاد مې هم ډیر شیان په کې ولیکل ، کتاب مې پوره کړ او ډیر ورته خوشاله وم آن چې په نفس کې مې یوډول غرور پیداشو ماویل چې په دې اړه زما معلومات بیخي زیات دي او شاید بل څوک زما په څیر نه وي ، په دې فکر زه یوه ورځ په یوه مجلس کې ناست وم دوه بدویان راغلل ، دوی دواړو یوه سودا سره کړې وه دهغې په اړه یې له مانه پوښتنه وکړه هغوی په خپله بیعه کې څو شرطونه سره اېښې وو چې څلور مسائل په کې راتلې او زما یوه هم نه وه زده ، زه غلی شوم او په سوچ کې شوم دوی راته وویل : زموږ ځواب راکړه ته خو ددې خلکو مشر او پوهه یې ، ماورته وویل زه ځواب نشم درکولی ، دوی راته وویل : افسوس ستاپه حال . اودواړه پورته شول .

دوی دواړه یوه داسې کس ته ورغلل چې هغه زما دشاګردانو له درجي نه هم ښکته و هغه ډیر په اساني سره هغوی ته ځواب ورکړ ، هغه دواړه قانع او خوشاله له هغه نه ولاړل ، امام ماوردي رحمه الله وایې : زه ځان ته حیران پاتي شوم دا کیسه زما له پاره ښه پند او عبرت شوه او په دې سره زما نفس سپک او وځپل شو . أدب الدنيا والدين: ص 81.

د أبو معمر القطيعي په نوم یو عالم تیرشوی دی هغه داهل تسنن په موضوع کې ډیر زیات سخت دریځه و او ویل به یې چې که زما له کچرې نه څوک پوښتنه وکړې هغه به ورته ووایې چې زه سني یم ، د خدای شان و یو وخت د اهل سنت ضد حکومت له خوا ونیول شو او کله چې له یوڅه ستونزو او تعذیب سره مخامخ شو سمدستې له خپلو ټولو دعوو تیرشو . تهذيب الكمال: 3/20.

حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د