
پاکستان پر «ټک ټاک» بشپړ بندیز ولګاوه
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ تله، ۱۳۹۹ل): د پاکستان مخابراتو ادارې له پرلپسې خبرداریو وروسته پر دغه ویدیويي اپلیکیشن بشپړ بندیز لګولی دی.
د پي ټي آی له لورې په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي، چینایي اپلیکیشن ټک ټاک ته د نامناسب، بې حیا او غیر اخلاقي موادو لرې کولو لپاره ضرب الاجل ورکړل شوی و چې دوی په ټاکلې موده کې پاتې راغلي دي.
دغه اعلامیه زیاتوي چې د خلکو له لوري د یو شمېر شکایتونو په لړ کې یې ددغه ویدیويي اپلیکیشن د بندولو پریکړه وکړه.
In view of number of complaints from different segments of the society against immoral/indecent content on the video sharing application TikTok, pic.twitter.com/Vmp5umixeL
— PTA (@PTAofficialpk) October 9, 2020
د ټک ټاک پر وړاندې د لاهور په استیناف محکمه کې یو شمېر شکایتونه شوي وو، دوی ویلي وو چې دغه ویدیويي اپلیکیشن له لسو زیاتو کسانو د مرګ لامل شوی دی، دغه راز یې په ټولنه کې فحاشي او بې حیایي هم رامنځته کړې ده.
له دې وړاندې د جولایي میاشتې په ۲۱مه نېټه د پاکستان مخابراتي شرکت ټک ټاک ته د بندولو وروستی خبرداری ورکړی و. دوی له ټک ټاک غوښتي وو تر څو په ټاکلې موده کې له دغه اپلیکیشن څخه نامناسبې ویدیوګانې لرې کړي، او د نه لرې کولو په صورت کې به یې په بشپړ ډول وتړي.
د پاکستان د خبرداري سره ټک ټاک دغه هېواد کې د سلګونه نامناسبو ویدیوګانو د حذفولو ادعا کړې وه، دوی دغه راز ویلي وو چې د پاکستان پالیسۍ سره سم او د مناسبو موادو په خپرولو سره به پرمخ ځي.