ادبي لیکني

اسلام کې د صحافت (ژورنالیزم ) منزلت!

مفتي فضل هادي (سالک )

د یوه جامع ،بشپړ او افاقي دین په حیث اسلام،  د صحافت  او ژورنالیزم غوندې ټولو هغو فنونو او علوموته د لوړ منزلت او ارزښت په سترګه ګوري، چې له برکته یې انساني ټولنه پرمختګ کوي او د نویو اختراعاتو او ابتکاراتو لامل ګرځي، د اسلام مبارک دین چې څنګه له  روحانیت ،تعبدي اموراتو او د ټولنې، بلکې  د انساني جامعي له همګي اصلاح سره سروکار لري، همداسې  له سیاست ،ادب ،معاشرې او ټولو هغو معنوي علومو او فنونو ته د رشد او پراختیا هڅونه کوي ،چې پایله کې یې ټولنه د هوسایي او سوکالۍخواته درومي او د تمدن پرمختګ لاره طی کوي.

ژورنالیزم  چې تردې دمه  د ادب پوهانو په آند د ادب یو ژانر یا صنف بلل کیده، او اوس یې یو بیل هنر یا فن بولي ،فنپاري یې په خبریالۍ، تبصره لیکنه، مرکې او په ټولیز ډول د تازه پیښو او ټولنیزو تراژیديو یا کمیدي  ډولو صحنو قلمدادولو او راټولولو پر محور څرخي،
او د صحافت مزایاوې د خبر، فیچر او کالم  لیکنې منځپانګو او ټولې شوي خبري معلوماتي پانګې سره نیغ په نیغه اړیکه نیسي، د اسلام مبارک دین ته همداسې صحافتي مزایاوې او رښتیوني ژورنالستیک آرونه ارزښت لري او د هنري تمرکز لپاره یې خورا قیمتي بولي.

لکه چې د یوه کره  خبر خورا مهمه ځانګړنه  دا وي، چې پر حقایقو ولاړاو د پیښې عیني انځورګري وکړي ،د اسلام مبارک دین هم د خبر د  صداقت او رښتیاوالي په نورمونو  باندې ډیر ترکیز کوي ، د هغو ځانګړتياوو نه چې خبريال بايد ورته د کار په بهير کې پاملرنه وکړي، رښتياني ويل دي، خبريال بايد پېښه  په هماغه ډول چې پېښه شوې وي خپره کړي، نه هغه ډول چې دده زړه يې غواړي،سره له دې چې ډيرى رسنيو ,په ځانګړې توګه لويديزو هغو رسنيو د بې پريوالي له ټکي په مسلکي ډول ناوړه ګټه پورته کړې، د خبر د ترلاسه کولو او خپرولو پر مهال بايد د سياسي،شخصي او ټولنيزو ګټو او دغه راز د کينې،مينې او احساساتو له کارولو ډډه وشي، نا پلوۍ ته نه ځيرنه ددې لامل کيږي ،چې اوريدونکي او ليدونکي خپل باور پر پام وړ رسنۍ له لاسه ورکړي او په دې توګه رسنۍ له ماتې سره مخ شي،کلاسیکو  دورو کې چې (اخبار)د ابلاغي وسایلو خورا مهم مرکز و او خلکو به لا هاغه  مهال چې نور بریښنایي او طباعتي ماشینونه منځ ته نه وو راغلي، په خپله رائجه بڼه له اخباره استفاده کوله او د وخت پاچایانو به د ولسونو د خبرولو لپاره ورته مختلفې وسیلې په کارولې، مشهور ژورنالیست (سید عبدالسلام زیني )پخپل یوه کتاب (اسلام او ژورنالیزم) کې لیکي چې: اخبار د خبر جمع ده ،او دا نوم د هغو خبرنامو لپاره  غوره شوي و،چې د اسلام نه مخکې  به د ایران پاچایانو د هیواد هرې برخې ته د خبرونو د رسولو په خاطر ترتیبول، چې ددې مقصد د ترسره کولو لپاره به یې ټاکلو خبریالانو ته اخبار لیکونکي ویل ،نوموړی ژورنالیست لیکي:

چې دا ضرورت د حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم او راوروسته  د خلفای راشدینو رضی الله عنهم  په دوران کې هم محسوس شو، پیغمبر صلی الله علیه وسلم او صحابه وو رضی الله عنهم به خپل ځانونه له حالاتو نه خبر ساتل، تردې چې دویم خلیفه حضرت عمر رضی الله عنه به د شپې تیاره مهال پلی د مدیني په کوڅو کې ګرځیده او خپل ځان به یې د مسلمانانو له حالاتو څخه خبراوه ، دې وضاحت کې (حضرت مفتي محمد شفیع رحمه الله)په (اداب الاخبار)یوه مضمون کې لیکي چې:

پیغمبر صلی الله علیه وسلم او صحابه وو رضی الله عنهم به ځکه ځان د مسلمانانو له حالاتو نه خبراوه، چې تر خبریدو وروسته د مظلوم مرستې ته ځان ورسوي ،د ناروغ پوښتنه وکړي ،کمزوریو ته لاس ورکړي او محتاجو خلکو سره د مادي او روحاني مرستې په خاطر خپلې ذرایع په کار واچوي او که چاسره یې د مادي مرستې وس نه درلود ،نو اقلا د دعا ء په کولو سره ځان ورسره په غم کې شریک کړي.

کله چې په تیره پیړۍ کې ماشینونه جوړ شول ،کمپیوټر،انټرنیټ ،فکس ،ټویټراو فیسوک بریښنایي وسایلو غوندې چاپي مطبوعات هم معیاري او د ټایپینګ ماشین پرځای د عصریت له خوږو برخمند شول، نو اوس چې په ذرایعو کې انقلاب راغلی، نو صحافتي کوایفو کې هم ستر بدلون تر سترګو شو خو ددې پرځای چې بدلون داسې شکل خپل کړي چې اسلامي اصطلاحات او اصول نور هم پیاوړي کړي، خبره سرچپه شوه، د صحافت فن د لویدیځ تر سیوري لاندې راغی او آن د صحافت او صحافي عربي کلمات هم په انګلیسي (ژورنالیزم او ژورنالیسټ )باندې واوښتل ،د صحافت اسلامي روح  د لویدیځوالو سیکولریستانو د پرله پسې فریبونو له امله په خپل حال پاتې نشو، نن خبریالي د مستکبرو هیوادونو  د ګټو او شومو اهدافو قرباني ده، خبریال د بې خرته پیسو  په پیرلو سره د هغوی لپاره درواغجنه  خبریالي کوي او د واقعیتونو خلاف  صحنه په مزخرف شکل عکاسي کوي، ترڅو د کومې استخباراتي ادارې څخه پریمانه ډالر ترلاسه کړي او د صحافت خپلواک ضمیر په پڅه چاړه ذبح کړي!

که څه هم دا ډول ژورنالیستیک انحرافات د صحافت له اصولو سره اړخ نه لګوي، بلکې دا د افرادو جرم وي، خو د مسلمانانو د نه پاملرنې  او نه توجه لامل دا شوی، چې لویځوال  د فن  لوری پر خپل طرف وڅرخوي او د خپلو ګټو لپاره یې استعمال کړي، مونږ چې دلته د اسلام مبارک دین کې د صحافت ارزونه کوو، موخه به مو یوازې  اسلامي صحافت وي او د غرب هغه به مو منظور نظر نه وي!

نوربیا ……..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx