ټولنیزه برخه

د نېکانو خلکو سره د مشابهت په وجه نجات..!

محمد ناصر منصور

ملا علي قاري (رحمه الله) په خپل کتاب (مرقات المفاتیح) کې لیکلې دي چې: علامه طیبي (رحمه الله) یوه ډېره عجیبه او نااشنا واقعه رانقل کړې ده، هغه دا چې کله الله تعالی فرعون او ددهٔ ټول لښکر په اوبو کې غرق کړ، خو د دوی سره يې هغه کس غرق نه کړ، کوم کس چې به استهزاءً د حضرت موسی (علیه السلام) پېښې کولې، ځکه دغه کس به د موسی (علیه السلام) په شان لباس واغوست او د فرعون په مخ کې به يې د موسی (علیه السلام) پېښې کولې، یعنې د استهزاء په وجه به یې د موسی (علیه السلام) خبرې او پېښې کولې چې په دې سره به فرعون او ددهٔ لښکر خندل.

حضرت موسی (علیه السلام) الله تعالی ته په عاجزئ سره سوال وکړ چې اې ربه! دغه کس خو ماته تر فرعون او ددهٔ تر لښکر ډېر ضرر رارسوه، نو دادې څنګه غرق نه کړ؟!

الله تعالی ورته وویل: ما دا کس ځکه غرق نه کړ چې دهٔ ستا په شان لباس اغوستی وو؛ او حبیب هغه چاته عذاب نه ورکوي چې هغه ددهٔ د محبوب په شکل باندې ځان جوړ کړی وي.

ددې واقعې څخه وروسته علامه طیبي (رحمه الله) لیکلې دي چې:
اې انسانه! ته وګوره چا چې ځان د اهل حق (حضرت موسی علیه السلام) سره د استهزاء په طریقه مشابه کړی وو، نو هغه ته ظاهرًا د عذاب څخه نجات ورسېد او کله کله دا ظاهري نجات د معنوي نجات سبب ګرځي، نو ایا ستا د هغه کس په باره کې څه خیال دی چې د شرافت او تعظیم په وجه ځان د انبیاء کرامو او اولیاء کرامو په شکل جوړوي؟!

ایا دې کس ته به الله تعالی د انبیاؤ او اولیاؤ سره د مشابهت په وجه مغفرت نه کوي؟ ایا په دهٔ باندې به الله تعالی رحم او کرم نه کوي؟ بلکې خامخا به الله تعالی په همدې کس باندې خپل رحم او کرم کوي.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وايي: مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ.
ژباړه: چاچې د یوه قوم سره (د هغوی په مخصوصو اعمالو کې) مشابهت وکړ، نو دا کس به د هغوی په ډله کې شمارل کېږي، (ځکه دهْ د هغوی په شکل او صورت جوړولو سره د هغوی ډله زیاته کړه).

ملا علي قاري (رحمه الله) په (مرقات المفاتیح) کې ددې حدیث لاندې لیکلې دي: مشابهت یعنې د کافرانو سره په لباس وغیره کې مشابهت کول، یا په فسق، فساد او فُجور کې د کافرانو سره مشابهت کول، نو چا چې داسې وکړل، هغه د کافرانو په ډله کې شمارل کېږي. او چا چې د اولیاؤ، صالحانو او نېکانو سره مشابهت وکړ، نو هغه د دوی څخه دی، یعنې د اولیاؤ او صالحانو په ډله کې شمارل کېږي.

اې انسانه!
نور ستا خوښه، د کومې ډلې سره چې مشابهت کوې، کوه يې، خو په دې خبره هم خبر اوسه چې د یوې ډلې سره مشابهت خطرناکه پایله او نتیجه لري او د بلې ډلې سره مشابهت ښه پایله او نتیجه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x