افغانستان

بدخشان: ۵۱ پوليس او اربکيان طالبانو سره يو ځای شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ تله، ۱۳۹۹ل): په بدخشان ولایت کې د ۵۱ تنه پوليس او اربکيان له خپلو دندو لاس په سر شوي او طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بدخشان ولايت خواهان ولسوالۍ اړوند «حوض» سيمه کې دغه شمېر پوليس او اربکيان له طالبانو سره يو ځای شوي دي.

هغه وايي چې يادو پوليسو او اربکيانو خپلې وسلې او تجهيزات هم له ځان سره طالبانو ته راوړي دي او د سيمې مسوولينو يې هرکلی کړی دی.

باید وويل شي چې په دې وروستيو کې له دولتي ليکو د عسکرو او پوليس جلا کېدو لړۍ تيزه شوې ده چې له امله يې هره مياشت سلګونه عسکر له خپلو دندو لاس په سر کيږي او د طالبانو ليکو ته ورځي.

تېره اوونۍ هم د جوزجان ولايت په مرديان ولسوالۍ کې اووه تنه دولتي عسکر له طالبانو سره یو ځای شوی وو او پرون هم د پکتيا ولايت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ۷ دولتي عسکر له طالبانو سره يوځای شوي وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx