افغانستان

د برهان الدین رباني د تلین نمانځونکو الوتکه کې اور لګېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ تله، ۱۳۹۹ل): د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه چې له بدخشان څخه یې د برهان الدین رباني تلین نمانځونکو په ګډون مسافر انتقالول د کابل نړیوال هوايي ډګر کې له پېښې سره مخ شوې ده.

د یاد شرکت مسئولینو ویلي، یوه الوتکه چې له فیض آباد څخه یې کابل ته مسافر انتقالول د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د ښکته کېدو پرمهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې ده؛ خو سپرلۍ ته یې زیان نه دی اووښتی.

د الوتکې مسافرین وايي، د ښکته کېدو پرمهال د الوتکې یو ماشین اور اخیستی دی.

ویل کیږي چې په دغه الوتکه کې د جمعیت ګوند ځینې غړي او سیاسیون چې بدخشان ولایت ته د جمعیت ګوند د پخواني وژل شوي مشر برهان الدین رباني تلین کې د برخې اخیستو لپاره تللي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

کاشکی سم اور اخیستی وای او دا دشراوفساد عاملین مردار شوی وای

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x