افغانستان

سرپل کې د دولتي عسکرو په هوايي برید کې یو جومات «شهید» شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ تله، ۱۳۹۹ل): د سرپل ولایت په مرکز او سیدآباد ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په هوايي او توپچي بریدونو کې یو جومات «شهید» شوی او ۷ تنه ملکیان ټپيان شوي دي.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي عسکرو وړمه ورځ د سرپل ولایت مرکز «بغاوي» سیمه کې د هوايي بریدونو پرمهال د څو کورونو د تخریب سربیره یو جومات هم «شهید» کړی دی.

سرچینې زیاتوي، ددې ترڅنګ د دې ولایت سیدآباد ولسوالۍ په «پنجشیر» سیمه کې هم د دولتي عسکرو د توپچي بریدونو پایله کې ۷ کورونه ویجاړ شوي، د ۳ میرمنو او ۴ ماشومانو په ګډون ۷ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

باید وویل شي په دې وروستیو کې دولتي عسکرو د خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x