نظــر

ستانكزيه! په کومه خوله قرآن او سنت؟

عبدالحمید راشد

ته په کومه خوله قرآن او سنت یادوې،  ته دا نوولس کاله چې د اشغالګرو په خدمت  کې وي، ته دافغانستان د کرغیړنې ادارې امنیتي ملي عمومي رئیس پاتې شوی یې،  ستا په امر د امنیتې  ملي عسکرو د قرآن او سنت د زدکړې سلګونه زدکړیالان نیولې ربړولي او په ، نود،  چهل او یو شمیر نورو زندانو کې هغه شان شکنجه کړي،  چې ته به هم په زړه کې ترې انکار نشې کولای.

ستا په امر او د اشغالکرو په مرسته ستا له لاسه په زرګونه دیني مدارس د قران او سنت د  زدکړې مراکز بمبار کړای شوي،  په لسګونه جلده د قرآن او احادیثو نسخې په مرمیو ویشتل شوي، سوځول شوي،  ته چې د حکومت لوړ پوړی چارواکۍ وې؛ امریکایانو په برګرام کې د قران نسخه سوځوله او تاسو ورته  لاسونه ټکول او هغوې مو بهرني میلمانه بلل، ته د کوم مقدس فلتر څخه وتلی یې چې اوس  د قرآن او حدیث نومونه زمزمه کوې؟

هو تاسو قرآن او سنت فقط د لوړې پر وخت د خلکو د غولونې لپاره راخېسته او قسمونه مو پرې کول،  چې فقط نمایش او خلکو ته ځان خودنه وه؛ او هماغه قرآن تاسو ذلیل کړئ او اوس مو الله شرمنده کوي.

کله دې د قرآن او سنت داخلې احکامو ته کتلي چې د قرآن او سنت داخلي احکام څه دي؟

هو اوس هم ته فقط قرآن او سنت په  منافقنه ډول یادوې او نور ستا عمل او قول کاملا تضاد لري،  هو په علمي اصطلاح ستا په شان  شخص ته جاهل مرکب وایې.

ته د څه پر سر د ملایانو سره په څه  چنې وهې؟

د ارګ د فاحشاخانو،  د کابل د فساد، شوکو،  او د حکومت  د زنا له مراکزو څخه چې په وروستېو کې اشرف غني د افغانستان هره اداره د زنا په مرکز تبدیله کړه،  ته د ځلاځاځۍ او ورته فاحشو د د غربي افکارو څخه دفاع کوې او که  د قرآن او سنت څخه؟؟

،  ته د پارلمان کابينې او یو شمیر هغه غلو چې دوسيې په نړیوالو محاکمو کې چلیږي د هغې څخه دفاع کوې.

ته رولا غني د عیسوي تبلیغاتو او فاحشاخانو څخه دفاع کوې او که د قرآن او سنت څخه؟

ته د رامین او یو شمیر نورو هغه زدکړیالانو د قاتلانو  غلو څخه دفاع کوې چې د ارګ  په په څو متری کې د یو موبایل پر سر شهید کیږي او لوټ کیږي.

ستانکزیه!
لږ ګریوان کې سر ښکته کړه؛  دا ملت نور ستا په دا شان غولېدونکو شعارونو نه غولیږي،  ملت ستاسو په دوکو،  چلونو او فریبونو نه غولیږي،  د ملت اکثره برخه ستاسي په فسادونو خبر دي.

ستانکزیه!
ملت ته نور جمهوریت او غرب په شا راوړی نظام خپل حیثیت له لاسه ورکړئ دی، نور ملت پوه شوی چې د ملت اصلي قاتلان او د ښمان د کابل په زړه کې اوسیږي، دغه فاسد او د غرب خادم نظام او جمهوریت به همداسې ړنګیږي او د دې نظام اصلي حامیان به یې  ړنګوي،  لکه څنګه چې امریکایانو په خپلو لاسونو خپلې هډې ورانې کړې او شرمنده او ذلیل له هېواده تښتي.

انشالله تعالی

وما ذالك علي الله بعزيز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x