افغانستانسولې اړوند خبرونه

دانش: له امریکا سره تر توافق وروسته د طالبانو «جهاد» منطقي نه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر دویم مرستیال «سرور دانش» وایي، په داسې حال کې چې طالبانو د امریکا له متحده ایالاتو سره توافقنامه لاسلیک کړې او د هغوی عسکرو په وړاندې یې جګړه درولې؛ د «افغانانو په وړاندې» د هغوی روانه جګړه او د «جهاد ادعا» منطق نه لري.

دانش چې نن یې د لویې څارنوالۍ د کنفرانسونو د تالار په پرانستغونډه کې خبرې کولې وویل، چې د طالبانو د «جهاد ادعا» حقیقت نه لري او اوس په داسې حال کې چې له امریکایانو سره د طالبانو توافق شوی، د هغوی د «جهاد منطق» هم ورسره پای ته رسېدلی.

دانش ددې تر څنګ طالبان تورن کړي، چې د اسلامي شریعت او قران او سنت په اساس پرېکړې نه کوي او واک ته د رسېدو په موخه د «شریعت له احکامو» ځان شاته کوي.

نوموړي له دولتي عسکرو سره د طالبانو په اوربند نه کولو هم نیوکه کړې او دده له قوله، دا له «شریعت» سره په ټکر کې یو کار دی.

د دانش له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې روانې دي او هڅه کېږي د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

له نږدې یوې میاشتې راپدېخوا دواړه لوري د ناستو لپاره د طرزالعمل په جوړولو کار کوي؛ خو ویل کېږي، دا خبره لا هم ناحله پاتې ده چې راتلونکي توافقات به د طالبانو-امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په اساس کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا مرداخور په غیر مستقیم ډول د ماقبل توافق په ماضي کې د جهاد حقانیت او خپله غلامي تاییدوي.

عظيمی

ته دچا نمایندګي کوی د افغانانو او که د خارجي استبداد۔ که د خلګو نماينده يي بیدون ټانک او سلهاو عسکرو سره خپله د پلار کلي ته ولاړ سه۔ زمونږ په دا مځکو کي کله کروړی را شني سه ۔ نو به مونږ کروړی يوازی نه ریبلي متولی بلکي ریښي به مو هم د بيخه کښلي چه بیا راشني نه سي او د مځکي لیری ځاي کي و سوځولي۔ تاسی هغه بد بخته بوټی اوس تاسی ياست۔

Adam Khan

Honey! If Talib does not get rid of you, you will be bringing Israel and Hindos next time

طوطی

To: Adam Khan
You are a Punjabi spy. If you are Afghan why you are not able to write in Pashto or Dari language

سیدزرغون شاه آغا

ای بی دانشه! د دی خبری معنی داسی ده چی د توافق د مخه د طالبانو جهاد منطقی وه، او ستاسی غلام حکومت بی منطق وه. او د دغی غلامی او فاسدی اداری په راس کی تاسی بی منطقه او مفسدین قرار لری.

طوطی

هغه وخت هم ټولی دنیا هغه جنګ جهاد نه باله، مګر صرف د پنجاب او آی اس آی کسانو لکه ملا ### فصل الحق او هغه د طالبانو پلار چی آی اسی آی بیا ورسته په خپل کور کی ## کړ څه یی نوم وه. سمیع الحق

فدامخمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط سرور دانش په خپله دې ادعا سره عوام الناس غولوي . تاسو کله قران او نبوي سنت منی . په قرآن پاک کي د خاتم النبين ازواج مطهرات ته په قرآن مجيد کي ام المومنين ويل سوي دي او د ام المومنين بي بي عايشي په شان اومقام کي جبرائيل امين د الله سبحان وتعالی له لوري وحي راوړي ده ، تاسو رافضيان د ټولو مسلمانانو مورته پوچ واياست . حضرت ابوبکر صديق ، حضرت عمر فاروق ، حضرت عثمان ذوالنورين ، حضرت معاويه بن ابو سفيان کاتب وحي ته برملا په خپلو کتابونو ،… نور لوستل »

جمیل

ای بیدانشه ! کوم وخت چی طالبانو بیرته توپک راواخیست او جهاد یی بیا پیل کړ هغه وخت خو امریکایان او نور اشغالګر په هیواد کی نه وه خو همدا تاسی او تاسو غوندی نور فاسق او مفسد چارواکی په قدرت کی وه چی فسق او فساد ته مو لاره هواره کړیوه او فاسقین او مفسدین مو پر ځانو راټول کړی او پر مظلوم ولس مو حاکم کړیوه .
امریکایان او نور ورسره ټوله وحشی شرمښان به یی ووزی خو ستاسو مفسدو او فاسقو غلامانو تر ورکیدو پوری به دا سپیڅلی جهاد روان وی ان شاءالله

طوطی

دا خو یو حقیقت دی او د شرم ځای دی چی له کافرو سوله وشی او له خپلو خلکو سره جنګ ته ادامه ورکړې. طالبان پدی کار سره ورځ تر بلی خپل حیثیت له لاسه ورکوی.

A saeed

ده ړستونی مار تر څرګند دشمن ډېر خطرناک او ضررئ وی. دا خبېث او ده ېرغلګرو ېاران او خواخوږئ ده ړستونی ماران دی.
اول امرېکا بېا ئ ده کثافاتو وار ده چی دا پاکه خاوره باېد تری پاکه سی. او
انشاالله
دا کار به کېږی

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx