نړۍ

پاکستان کې يو مشهور ديني عالم وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ تله، ۱۳۹۹ل): د پاکستان سند ايالت په مرکز کراچۍ کې د نامعلومو وسله والو په بريد کې يو ديني عالم وژل شوی دی.

د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې د جامعه فاروقيه مهتمم مولانا دوکتور عادل خان په موټر د کراچۍ ښار فيصل کالونۍ سيمه کې نامعلومو وسله والو بريد کړی او هغه يې وژلی دی.

له مولانا دوکتور عادل خان سره د هغه موټر چلوونکی هم وژل شوی دی.

ډاکټر عادل خان د پاکستان د مشهور ديني عالم سليم الله خان زوی  او د جامعه فاروقيه مهتمم و.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې وخت ناوخت د نامعلومو وسله والو له لوري په ديني عالمانو بريدونه کيږي.

تېر کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې په يو بل ديني عالم مفتي محمد تقي عثماني باندې هم بريد شوی و خو هغه ته پکې زيان نه و رسيدلی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

### په پاکستان په هغه ښه مسلمان شی. ټول یی د آی اس آی غړی او جاسوسان دی چی بیا ورسته همدا آی اس آی دوی #####وی لکه ملا سمیع الحق چی یی په خپل کور ټوټی ټوټی کړ او تر نن پوری یی غازی معلوم نشو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x