روغتیا

د رواني روغتیا نړیواله ورځ؛ شاوخوا یو ملیارد کسان له رواني ستونزو کړیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ تله، ۱۳۹۹): په نړۍ کې د اکتوبر میاشتې لسمه نېټه د رواني نړیوالې روغتیا ورځې سره برابره ده چې دغه ورځ هر کال د رواني ناروغیو په اړه د پوهاوي د زیاتوالو په موخه په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي.

سږکال دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې نوي کرونا ناروغۍ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو ته ډیرې ننګونې موندلي، آن تر دې چې زرګونه خلک یې په رواني ناروغۍ اخته کړي دي.

د ملګرو ملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمیټې د وینا له مخې سږکال په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې یې نیمایي په یو نا یو ډول رواني ناروغۍ هم اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په نړۍ کې اوسمهال شاوخوا یو ملیارد کسان د رواني ستونزو سره مخ دي، دغه ډول ناروغان د نورو په پرتله له خپل وخت لس یا شل کاله وړاندې مړه کیږي.

د ځوانانو او لویانو ترمنځ اضطراب، فشار یا ژور خپګان د رواني ناروغۍ یو اصلي لامل دی، چې د پخوا په پرتله یې کچه لا هم پسې لوړیږي.

د رواني ناروغانو لپاره د روغتیایي خدماتو نه شتون سربېره تبعیض، د بشري حقونو سرغړونې  لا هم په پراخه کچه پاتې دي.

همدې سره هممهاله د افغانستان د روغتیا وزارت وایي چې د کرونا ویروس له خپریدو سره په دغه هېواد کې په رواني ستونزو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی، دغه وزارت زیاتوي، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې ۲ ملیونه وګړو ته رواني خدمتونه وړاندې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x