نظــر

د ۱۹ کلن ناورین پای او د افغانستان پر افق د رڼا څرک

حمزه حسیني

له نن څخه پوره ۱۹ کاله وړاندې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د اکتوبر پر ۷ مه نېټه د افغانستان معصوم حریم د نړیوالو جابرو قوتونو تر ظالمانه یرغل لاندې راغی، د اسلامي امارت برحاله او سپېڅلی نظام یې ړنګ کړ او په دغه هیواد یې د ناروا اشغال توره څپه خپره کړه.

نړیوالو جابرو قوتونو د یوې کاذبې بهانې له مخې ادعاء درلوده، چې ګواکې اسلامي امارت افغانستان کې د القاعده اړوند هغې ډلې ته پنا ورکړې، کومه چې په امریکا کې د یولسم سپتمبر د بریدونو مسؤله ګڼل شوې وه.

په يولسم سپتمبر امریکا کې خونړیو بریدونو چې ویل کیږي القاعدې شبکې تر سره کړي وو، ۳۰۰۰ انسانان پکې ووژل شول، زیات شمېر ټپیان او ځینې ودانۍ تخریب کړی شوې، چې وروسته امریکا د اسامه بن لادن رحمه الله اړوند ډله باندې تور پورې کړ او یاده ډله یې د بریدونو مسؤله وګڼله.

له امریکایي اشغال وروسته باشهامته افغانانو د دوی د ظالمانه تجاوز پر خلاف یو موټی شول او په یو لړ نظامي تحرکاتو یې پیل وکړ، د غیورو افغانانو دا جهادي تحرکات د ورځې په تېرېدو سره پیاوړي کېدل او له څه مودې وروسته یې د یو منظم نظامي قوت په توګه نړیوال شهرت تر لاسه کړ او د ټولې نړۍ پام یې ځان ته جلب کړ، باشهامته نظامي قوت به د امریکایي ظالمانو بې رحمانه بریدونو ته چې پر مظلومو هیوادوالو به یې تر سره کول، غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکول.

بالآخره له ۱۹ کلن جهادي مقاومت وروسته د روان کال په فبرورۍ میاشت کې اسلامي امارت له امریکا سره د بهرنیو اشغالګرو د وتلو تړون لاسلیک کړ، چې یاد تړون د افغانانو هیلې راټوکولي دي او د طالبانو د راتلو لارې څاري.

هوکې! امریکا او متحدینو ته یې دا ناروا اشغال په خورا دروند قېمت تمام شو، د غربي رسنیو د مالوماتو پر بنسټ امریکا په افغان جګړه کې تر دا مهاله له یو تریلیون ډالره زیات مصرف کړی او تر ۲۴۰۰ زیات امریکایي سرتیري پکې وژل شوي دي.

همدا راز د کابل ادارې زرګونو کارمندانو ته، چې امریکا او بهرنیو قوتونو د څو ډالرو په بدل کې را منځته کړي وو، درانه تلفات اوښتي، که اوس هم د کابل اداره له هوښیاري کار وا نه خلي، ممکن داسې تلفات وویني چې جبران به یې ممکن نه وي.

د دوحې له تړون را په دېخوا د هیوادوالو هیلې زیاتې شوي، دوی انتظار باسي، چې د اسلامي نظام له راتلو سره به په هیواد کې د غلا، فحشاء، زورواکی او نورو ناوړو کړنو مخه ونیسي چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي.

اوسمهال د ۱۹ کلن ناورین د پای شېبې را نږدې شوي او د افغانستان پر افق د استقلال څرک راختونکی دی، ان شآء الله په راتلونکي اسلامي نظام کې به د افغانانو زخمونه ټکور شي او د استقلال له ستر نعمته به برخمن شي.

هیله ده چې د اسلامي نظام د راتلو لپاره باید په پراخه کچه زمینه سازي وشي او څوک پرېنښودلی شي چې ددې ستر هدف په مخ کې خنډونه ایجاد کړي، ددې روانو دربدریو د مخنیوي لپاره باید ټول سیاسي احزاب، مدني ټولنې، قومي مشران او د مساجدو امامان یو موټی شي او د اسلامي نظام په راتګ کې دې د زړه له کومې مرسته وکړي تر څو یې دیني وجیبه پر ځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x