افغانستان

د «ښاریانو» د خوندیتوب په خاطر طالبان کابل ښار ته عملیاتي ګروپونه استوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۹ل): په یو بې ساري اقدام کې طالبانو اعلان کړی چې د کابل ښار ټولو هغو ناحیو او سیمو ته به خپل عملیاتي او چریکي ګروپونه داخل کړي، چې خلک یې د غلو، اختطافګرو او ویره اچوونکو څخه په تنګ راغلي دي.

د طالبانو نظامي کمیسیون ته منسوبه یوه ابلاغیه چې د کابل ښار په مختلفو برخو کې خپره شوې او یوه کاپي یې نن ټکي اسیا هم ترلاسه کړې، په کې ویل شوي چې د طالبانو مشران او کشران ټول د خپل ولس خدمت  مهمه «الهي وجیبه» بولي.

په ابلاغیه کې د غلا، اختطاف، غصب، رشوت او نورو ناوخوالو یادونه هم شوې چې کابل ښاریان د ښار مختلفو برخو کې ورڅخه کړیږي او داچې طالبانو د ښار په ځینو برخو کې د «غلو او اختطافګرو» پرضد ګزمې پیل کړي، چې له امله یې هلته د غلاوو پېښې کمې شوي او نسبتا امنیت راغلی دی.

طالبانو دغه راز کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړی چې د ښاریانو د سر او مال د خوندیتوب په خاطر به هغو ډیر نا امنو سیمو ته خپل «عملیاتي» او ګزمه کوونکي «مجاهدین» واستووي چې خلکو په کې ډیر خطر متوجه دی.

«مونږ ددغې ابلاغیې له لارې د کابل ښار ټولو اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو، چې زموږ مجاهدین به د کابل ښاریانو د امنیت د خوندي کولو لپاره لاهم ګړندي او مثمر ګامونه واخلي… د ښار ټول غله، لوټمار، اختطافګر او ویره اچوونکي عناصر پیدا او له منځه یوسو، تاسو ته اطمینان درکوو چې دغه ډول اشخاص به یا وژل کیږي، یا ژوندي نیول کیږي او د اسلامي امارت محاکمو ته به سپارل کیږي.»

کابل ښاریانو ته د طالبانو د ډاډګیرنې ابلاغیه
کابل ښاریانو ته د طالبانو د ډاډګیرنې ابلاغیه

طالبان د کابل ښاریانو د غلو او اختطافګرو څخه د خلاصون ډاډ په داسې مهال ورکوي چې کابو دوه اونۍ وړاندې د کابل ښار لویدیځ پنځمې حوزې کې غلو ته د طالبانو له خبرداري او ګزمو وروسته هلته د غلاوو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمې اوسېدونکی نصرالله نظري وايي، دلته طالبان د شپې منظمې ګزمې کوي او خلکو ته یې خپلې شمېرې ورکړې، که چیرته غل وګوري نو په هغه نمبر طالبانو ته زنګ وهي او طالبان بیا له لسو دقیقو څخه په لږه موده کې د پېښې ځای ته ځان رسوي.

په کابل ښار کې وسله والې غلاوې، اختطافونه او هدفي وژنې وروسته له هغه زیاتې شوې، چې څه موده وړاندې د کابل حکومت د کورنیو چارو وزارت لخوا د امنیتي میثاق ترنامه لاندې په غیر مسئولو کسانو وسلې وویشلې، کوم پروګرام چې د ولسي جرګې لخوا هم غیر قانوني وبلل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

تیر د ستاسو له عملیاتی ګروپو څخه ځان وژنه مه کوی، په جوماتونو کی عالمان مه وژنی. وحشت او ترور مو په ټول هیواد خپور کړی.

احمد

الله اکبر انشاالله چې دا خبر به دفتحې غږ له ځان سره ولري که لوی رب ته منظوره وه ،دبګرام دکوچ ، دګرشک وارخطا یی ، دميوند شکست د اردو او پولیسو غټ غټ ګروپونه تسليمېدل ، له ورستی سفر د غني او ناصالح دا مړه څټونه او د مجاهدینو عملیاتی او چريکي ګروپونو داخلیدل د کابل تمامو ناحیو ته انشاء الله د فتحې زیری لري .خو خوند به هلته وکړي چې همدا چريکي ګروپونه د لاس په رسیدو سره والیان ،ولسوالان ، دکابل استخبارات ، دنظامي قطعاتو قوماندانان ، د امریکایی بیزونو قرارداديان او دوی ته ورته مضران په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x