افغانستان

امریکایي ځواکونو بګرام کې د خپلو ودانیو تخریبول پیل کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشرانو جرګه وایي، امریکايي ځواکونه له بګرام پوځي اډې څخه له وتلو سره هم مهاله هلته په تېرو دوو لسیزو کې د جوړو کړو ودانیو په تخریبولو پیل کړی.

د مشرانو جرګې د اداري هیات غړو نن په خپله عمومي ناسته کې پر امریکا باندې تونده نیوکه وکړه، چې په پوځي اډو کې شته ودانۍ او نظامي وسایط ددې په ځای چې دولتي عسکرو ته وسپاري؛ تخریبوي یې او نظامي وسایط پاکستان ته لېږي.

د مشرانو جرګې سناتور «صالح محمد» وایي «په دې شپو کې امریکایان ټولې هغه ودانۍ چې په تېرو اتلسو کلونو کې يې جوړې کړې وې، تخریبوي او روان دي…زما تقاضا داده چې روسانو افغانستان کې څومره ډېر تلفات ورکړل، مګر کله چې تلل یو اطاق یې هم بېځایه نکړ؛ خو دوی زموږ د دوستانو او همکارانو په حیث افغانستان ته راغلل خو اوس چې وزي خپل اطاقونه هم خرابوي.»

د مشرانو جرګې غړي نه یوازې د بهرنیانو له لوري په پوځي اډو کې د ودانیو تخریب اندېښمن کړي؛ تر څنګ یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو «غیر مسئولانه» وتل هم له ناوړه پایلو سره مل بللي.

د یادې جرګې مشر «فضل هادي مسلمیار» پر حکومت غږ کړی، چې د بهرنیو ځواکونو له لوري د جوړو شویو ودانیو د تخریب او له افغانستانه د باندې د پوځي وسایطو او وسایلو د لېږد په اړه څېړنې وکړي.

بګرام پوځي اډه چې په پروان ولایت کې موقیعت لري، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز وو چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق د لاسلیک او د بهرنیو ځواکونو د وتلو له دوام سره هم مهاله یې تخریب پیل شوی.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار، هرات، پکتیا او هلمند په ګډون د هیواد په ګڼو ولایتونو کې خپل پوځي مرکزونه تخلیه او ویجاړ کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hamid

څنګه طالبانو له ټرامپ ملاتړوکړو

غمی،پښتین

جوړ تازه،
د قطر معاهده په یو ماده کی واضح ډول سره داسی لیکلی شوی دی،
امریکایان به ټول تاسیسات چه پکی اوسیږی ورانوی،
اسلحه پاتی شونی،کباړ،به ټول پاکستان ته ورکول کیږی،په بدل د کباړ او اسلحه پاکستان به طالیبان روغه جوړی ته تشویق کوی،

hamid azghar

طالبانو ته دافعانستان ګټی نه بلکی دامریکا ګټی موهمی دی

Adam Khan

Where are those young Talibs that lost their young lives for this happy day

May Almighty Allah give them and their parents all the heavens

It would be a shame if the Talibs forget their young lives.

طوطی

تخریبول یی ښه کار ندی. دا ټول وسایل او مهمات باید ټول د افغانستان آینده حکومت ته ورکړل شی. طالبانو خو کافرو سره توافق نامه امضا کړه خو دا اصل یی باید پکی ذکر کړای وای.

جمیل

دا شوده غلامان اوس هم پدی فکر دی چی ګوندی امریکایان دلته د جوړولو او ودانولو لپاره راغلی وه؟
د افغانستان ټولی زیر بناوی تخریبول ، رنکارنک بمونه غورځول ، افغانان شهیدول او رنګارنګ عذابونه ورکول ،… دا ټوله دویته ودانول ښکاریده چی اوس خپل ځایونه پخپله ورانوی او ورانی کوی ؟
چی اوس به هم دا شوده غلامان پدی پوه سوی وی چی اشغالګر د ودانو لپاره نه وه راغلی ؟
زړه ته می نه لویږی .

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x